کوچنی اختر او د وروستيو پېښو د قربانيانو ياد
کوچنی اختر او د وروستيو پېښو د قربانيانو ياد
سږنۍ روژه افغانستان او پښتونخوا کې یوه مرګونې مياشت وه. دې تېره يوه مياشت کې د ډېورنډ کرښې دواړه غاړه د ترهګرۍ پېښو کې له ۳۰۰ زيات کسان وژل شوي، او ګڼ نور ټپيان دي.
دغو پېښو د ډېرو خلکو ژوند په وير اړولی، او دا اختر د ډېرو لپاره د خوښيو نه دی. نجما ځلا کابل کې قربانيانو د کورنۍ حال اخيستی او اختر ته يې پر تياريانو دا راپور چمتو کړی دی.