کابل کې لاريون په سوله ييز ډول پای ته ورسېد

کابل کې نننۍ لاريون په سوله ييز ډول او له تاوتريخوالي پرته پای ته ورسېد. لاريون سهار مهال د کابل له شماله چې ارغواني جنډې یې له ځان سره وړې، پيل شو.

پای کې يې خپل پرېکړه لیک نادرشاه مینې ته څېرمه د عامې روغتیا وزارت څلور لاري سره ولوست.

پتېیل شوې وه لاریونيان خپل پریکړه لیک پښتونستان واټ کې ولولي، خو حکومت له مخکې پښتونستان واټ ته غځېدلې لارې تړلې وې.