فراه چارواکي: طالبانو اووه مساپر وژلي

د فراه ځايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۷ مساپر وژلي دي.
د دوی په خبره، وژل شوي ټول د فراه اوسېدونکي دي چې له دغه ولایته هرات ته پر لاره وو.
د فراه والي ویاند محمدناصر مهري د بيبيسي محفوظ زبیدي ته ویلي، پېښه تېره ورځ د فراه د مرکز په شمالګا سیمه کې رامنځته شوې ده: "د دولت وسله والو مخالفانو د فراه پر لویه لاره اوه مساپر له موټره کښته کړي او بیا یې وژلي دي."
* فراه کې پړانګ د ازادېدو پرمهال یو کس ټپی کړ* غني: طالبان د سولې وروستي چانس لري
* افغان حکومت: طالبان سیاسي خوځښت نه دی
د هغه په خبره، تر پېښې یو ساعت وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او له وسله والو سره په جګړه شول: " د افغان ځواکونو په مخامخ جګړه کې ۱۰ وسله وال وژل شوي او نور یې له سیمې تښتېدلي دي."
ښاغلي مهري وايي، د فراه - هرات لویه لاره اوس د موټرو پر مخ پرانیستې ده.
په افغانستان کې پر لویو لارو د مساپرو کښته کول او د هغوی وژل نوي نه دي. وسله والو طالبانو ځلونه پر لویه لارو مساپر کښته کړي او له دولت سره د همکارۍ په تور یې وژلي دي.