د امریکا دفاع وزارت: د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر مو وژلی
د امریکا د دفاع وزارت یوه ویانده وايي چې امریکايي ځواکونو د سه شنبې پر ورځ (د چنګاښ ۲۰) په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې، داعش مشر ابوسید وژلی دی.
په یوه خبرپاڼه کې د پنټاګون ویانده ډانا وایټ وايي، ابوسید د امریکايي ځواکونو له خوا په هوايي برید کې چې په کوڼر ولایت کې د داعش نومې ډلې پر مرکز شوی، وژل شوی.
په افغانستان کې د داعش ډلې د پخواني مشر عبدالحسیب له وژل کېدو درې میاشتې وروسته د ابوسید د وژل کېدو خبرې کېږي.
د امریکا د دفاع وزارت ویانده وايي چې د ابوسید له وژل کېدو سره به په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې فعالیتونه ټکني شي او"په افغانستان کې به یې د شتون د پراخېدو مخنیوی وشي".
تېر کال په افغانستان کې د داعش ډلې پخوانی مشر حافظ سعید ووژل شو.
اسلامي دولت نومې ډله په افغانستان او پاکستان کې خپله څانګه " د خراسان ولایت" بولي.