ولې د افغان کډوالو مړي د بلغاریا په یخچالونو کې پاتې دي؟
- پاینده څرګند
- بي بي سي، لندن
په پېښه کې ټپي شوي عیني شاهد مطیع الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، موټر چلوونکي ته خوب ورغلی و او کنټرول یې له لاسه ورکړ. (عکس د ارشیف دی)
د شنبې پر ورځ به دوې افغانې کورنۍ د کابل هوايي ډګر کې له بلغاریا د خپلو مساپرو تابوتونو ته په تمه وي، خو درې نورو کورنیو لا د مړو د لېږد پیسې نه دی ورکړي او د زامنو مړي یې د بلغاریا په یخچالونو کې پاتې دي.
پنځه افغان کډوال د غبرګولي د۱۴ پر شپه ( د جون ۴) بلغاریا کې په یوې ترافیکي پېښې کې ووژل شول. د مړو د لېږد رسمي چارې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر مخ وړي خو لګښت یې باید د قربانیانو کورنۍ پرې کړي.
یوه نیمه میاشت وروسته، ولې تراوسه هم د دغو افغان کډوالو مړي په یخچالونو کې پاتې دي؟ خیریه کارکوونکي صوفیه کې د افغانستان سفارت په بې پروايۍ تورنوي، خو سفارت د افغانستان او بلغاریا دولتي سیستم د ځنډ لامل بولي. نو واقعیت څه دي؟
د یوه وژل شوي افغان کورنۍ بي بي سي ته وویل، له هغو ۴۸۰۰ یورو یې چې قاچاق وړونکي ته له صراف سره ایښې وې، ۴۰۰۰ یورو یې د بهرنیو چارو وزارت ته تحویل کړي چې د دوی د کورنۍ د غړي مړی له بلغاریا افغانستان ته ولېږدوي.
هغه پیسې چې تمه کېده د کورنۍ د ځلمي راتلونکې خوندي کړي، له نړۍ یې د تللو پر سفر ولګېدې.
بي بي سي د دې لپاره چې د وژل شویو افغانانو د کورنیو ټول غړي له پېښې خبر نه دي، د قربانیانو او د هغوی د کورنۍ د غړو نومونه نه اخلي.
په هماغه شپه څه وشول؟
یو موټر چې له ترکیې یې بلغاریا ته ۱۷ ناقانونه کډوال لېږدول، له یوې ونې سره ټکر وکړ او نهه کسان په کې ووژل شول.
پېښه د بلغاریا د صوفیې ښار ۱۰۰ کیلومترۍ کې شوې. قربانیان یې افغانان، پاکستانیان او عراقي کردان ول چې روغتونو ته ولېږدول شول.
په پېښه کې ټپي شوي عیني شاهد مطیع الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، موټر چلوونکي ته خوب ورغلی و او کنټرول یې له لاسه ورکړ.
دا هغه ګاډی دی چې دغه افغانان په کې ووژل شول. انځور يې له پېښې وروسته د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت خپور کړی و.
ښاغلی خوګیاڼی وايي: "دا چې موږ له اصلي سړکه لېرې و، تر سهاره پورې څوک پر موږ نه و خبر او په ټپیانو کې هم چا دومره مجال نه درلود چې سړک ته ځان ورسوي او د مرستې غوښتنه وکړي".
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې د ده په ګډون د پېښې ټپیان تر څو ورځو بې سده ول. دی شکایت کوي چې د بلغاریا پولیسو د دې پر ځای چې مرسته وکړي د دوي په تلاشۍ وخت تېر کړ او په روغتون کې یې ولچکې وراچولې وې.
په داسې پېښو کې د اروپايي هېوادونو پولیس هڅه کوي د کډوالو د هویت د تثبیت لپاره اسناد پیدا کړي او له موقې په ګټې هغه قاچاق وړونکي وپېژني چې د سفر زمینه یې برابره کړې وي.
خو ډېری مهال له کډوالو سره د ځینو هېوادونو د پولیسو د ناوړه او له تاوتریخوالي ډک چلن رپوټونه ورکړل شوي.
د قربانیانو کورنۍ څنګه خبرې شوې؟
په بلغاریا کې د افغانستان سفارت وايي قاچاق وړونکي لومړني کسان دي چې د کډوالو له ورکې او ودانې خبرېږي، کورنیو ته یې احوال ورکوي او ترې د ګټې پورته کولو هڅه کوي.
د ټولنیزو شبکو او اوسنیو پرمختللو ټیلیفوني اپلېکېشنونو په مرسته پر لارې ګډ شوي ډېری کډوال له خپلو کورنیو سره دوامداره اړیکي ساتي.
ارشیف: د یو شمېر هغو افغان کډوالو تابوتونه چې اروپا ته د تګ پر مهال مړه شوي ول او مړي یې کابل ته ورسول شول.
له پېښې وروسته لږترلږه یوې کورنۍ ته قاچاق وړونکي احوال ورکړی و او ځینو نورو ته هغه مهال اندېښنه پیدا شوې وه چې مساپر یې د څو ورځو لپاره ورسره اړیکه نیولې نه وه.
قاچاق وړونکو چې له ځینو کسانو او د وژل شویو له کورنیو سره خبرې کړي ویلي له پېښې وروسته يې د قربانیانو کورنیو او خیریه کارکوونکو ته احوال ورکړ خو مني چې افغانستان ته د مړو په لېږدولو کې یې مالي مرسته نه ده کړې.
برتانیا مېشتی او اروپا ته د برتانیا د ځوانانو استازی شکرالله لودین فېسبوک کې د افغان کډوالو پر وضعیت او د هغوی د ستونزو د اوارولو په برخه کې پېژندل شوی افغان دی.
ښاغلی لودین وایي له ده سره یو شمېر کسانو تماس ونیوه چې د کورنۍ غړي یې چې اروپا ته روان شوي له څو ورځو راهیسې بې درکه دي، نو ده هڅې پیل کړې چې بلغاریا کې د افغانستان د سفارت په ګدون له رسمي سرچینو معلومات ترلاسه کړي.
ښاغلی لودین د سفارت کارکوونکي په دې تورنوي چې خپل مسولیت په سمه توګه نه ترسره کوي.
سربېره پر دې چې د قربانیانو د کورنیو ډېری نارینه غړي خبر دي، خو د دوی په وینا نه غواړي ښځینه غړي د هغه چا له مرګه خبر کړي چې معلومه نه ده مړی یې زرګونه کیلومتره لېرې، له یخچاله کله کور ته وررسېږي.
"اشرف غني ته ورشئ"
په نړۍ کې د ملګرو ملتونو په ګډون له کډوالو سره د مرستې نړیوالې دولتي او نادولتي موسسې شته چې د ستونزو او ناورین پر مهال د قربانیانو سترګې وراوړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوې څانګې کې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل، په داسې مواردو کې سره له دې چې کېدای شي کډوالۍ سره تړلې موسسې څه مرسته وکړي خو اصلي مسولیت د وژل شوي وګړي د هېواد د سفارت دی.
د دغې سرچینې په وینا، لومړی دا چې د کډوالۍ پر لارې روان شوی کس ډېری مهال د قاچاق وړونکي په ولکه کې وي. او دوهم دا چې د ده نیت ناڅرګند وي چې ایا دی غواړي کډوال شي که پناه غوښتونکی.
په بلغاریا کې کډوال د دغه هېواد د چارواکو له بد چلنده شکایت کوي.
ښاغلی لودین چې په دغه پېښه کې د یو شمېر وژل شویو افغانانو د کورنیو په استازیتوب افغانستان ته د جسدونو د لېږد چارو کې ښکېل دی، د افغانستان پر سفارت نیوکه کوي چې د خپلو وګړو د مړو په لېږد کې له جدیته کار نه اخلي.
د ده په وینا د پاکستان د دریو وګړو مړي له پېښې څو ورځې وروسته خپل هېواد ته لېږدول شوي خو د افغانانو مړي لا تراوسه د بلغاریا د مړو په یخچالونو کې پاتې دي.
ښاغلی لودین وايي، وړاندې تر دې چې بلغاریا ته سفر وکړي، په صوفیه کې افغان سفارت د ده تماسونه له پامه غورځول او معلومات یې نه ورکول، خو افغان سفارت وايي چې دوی داسې مسلې غیر رسمي سرچینو یا هغو کسانو سره نه شي شریکولی چې دوی ته له رسمي لارې نه وي ور پېژندل شوي.
په بلغاریا کې د افغانستان د سفارت شارژدفېر احمد صدیق دلېر وایي، هغه کورنۍ چې د جنازې د لېږد مالي توان نه لري کولی شي د بهرنیو چارو له وزارته رسمي غوښتنه وکړي چې د دولت په لګښت د دوی د کورنۍ د غړو مړي له بهره هېواد ته ولېږدوي.
د یوه وژل شوي افغان کډوال د کورنۍ غړی چې نوم یې نه شو اخیستی وايي: "موږ چې د بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه وکړه چې زموږ د مړي په رالېږدولو کې مالي مرسته وکړي، ځکه د کورنۍ پلار په دواړو پښو معلول دی او مالي توان نه لري، وزارت موږ ته وویل چې موږ مالي مرسته نه شو کولی او (ولسمشر) اشرف غني ته ورشئ."
دغه کس زیاته کړه " وزارت ویل د عکسونو او پاسپورت په استولو او پېژندلو کې درسره مرسته کولی شو" خو دا هغه چاره ده چې د ټولنیزو شبکو له لارې هم ترسره شوې وه.
پر قاچاقي لارو د سفر کولو پر مهال کډوال غوره ګڼي چې له ځان سره اسناد او پېژندپاڼې ونه لېږدوي، او خپل هویت د خپلې خوښې هېواد ته له رسېدو وروسته څرګند کړي.
ښاغلی دلېر تر ټولو لویه ستونزه د هغو خلکو پېژندنه بولي چې ادعا کېږي افغانان دي او دوی د دریو جسدونو پېژندنه د هغو افغانانو په مرسته کړې چې په پېښه کې ټپیان شوي.
د دې ترڅنګ د وژل شویو کسانو کورنیو هم داسې پېژندپاڼې او اسناد ښاغلي لودین او افغان چارواکو ته سپارلي چې د دوی هویت ترې څرګندېږي.
ښاغلی دلېر وايي "د نورو کسانو د جنازو په لېږد کې ستونزه دا ده چې د دوی پېژندنه نه ده شوې او نه پوهېږو چې افغانان دي که نه دي، که جنازه ولېږدوو نه پوهېږم چاته یې تسلیم کړو".
د افغانستان د سفارت شارژدفېر احمد صدیق دلېر هغو ستونزو ته اشاره کوي چې د دوی کار یې پڅ کړی دی.
بل لور ته ښاغلی لودین وايي، جسدونه یې په خپل نامه له پولیسو سره ثبت کړي چې د لا ډېر ځنډېدو په صورت کې د ده له خبرولو پرته یې ښخ نه کړي.
ښاغلی دلېر وايي "د هرې جنازې د لېږد لپاره نژدې ۴۰۰۰ یورو ته اړتیا لرو او بهر کې د افغانستان سیاسي استازولۍ دې کار ته تر اوسه کومه ځانګړې بودیجه نه لري".
ښاغلی دلېر د نورو ستونزو ترڅنګ د بلغاریا دولتي سیستم هم د ځنډ لامل بولي چې د عدلي طب ادارې یې، د ترانسپورت وزارت، پولیسو او د مړو د لېږدولو کمپنۍ هم د خپلو کارونو ترسره کولو کې وخت نیولی دی.
ستونزه چېرې ده؟
په بلغاریا کې د افغانستان د سفارت په وینا، د افغانانو د مړو پېژندنه او د هغوی د هویت تثبیت یوه لویه ستونزه ده چې نور هېوادونه ورسره لاس او ګرېوان نه دي. خو تر هغه وروسته رسمي چارې هم یو بل سرخوږی دی.
د اوسنۍ پېښې د یوه مړي د لېږدولو بهیر کې پیسې چې له یو شمېر بهر مېشتو افغانانو د ښاغلي لودین په مرسته راټولې شوي، باید کابل ته د مړو کورنیو ته حواله شي. هغوی به دا پیسې اخلي او د بهرنیو چارو د وزارت په بانکي حساب کې به یې اچوي چې تر هغه وروسته وزارت په بلغاریا کې افغان سفارت ته د پیسو د ترلاسه کولو اطمینان ورکوي. د دغه بهیر تر بشپړېدو وروسته سفارت د مړو د لېږدولو له کمپنۍ سره د جسدونو د لېږد پر څرنګوالي خبرې کوي.
ډېری کډوال چې له ناقانونه لارو د سفر په نیت له هېواده د اروپا پر لور روانېږي، نه یوازې دا چې له ځانه سره اسناد او پېژندپاڼې نه لېږدوي بلکې غوره ګڼي پر هغو لارو ګودرونو ځان چاته ور ونه پېژني چې د نورو هېوادونو وګړي هم ورسره یو ځای کېږي.
په افغانستان کې هم د پرمختللو وسایلو لکه د ډي ان اې ازموینې له اسانتیا پرته چې یوازې جنايي پېښو کې کار ترې اخیستل کېږي، قلمي تذکرې د کس له پېژندنې سره ډېره مرسته نه کوي.
بلغاریا کې د افغانستان سفارت وايي، دوی په دې ډول پېښو کې د وژل شویو کسانو عکسونه اخلي او له شتوو اسنادو سره یې د بهرنیو چارو وزارت ته استوي. د بهرنیو چارو وزارت باید د کورنیو چارو د وزارت په مرسته د قربانیانو کورنۍ ومومي.
خو د قربانیانو کورنۍ وايي دوی د انټرنټ او ټولنیزو شبکو له لارې هغه مالومات په څو روځو کې ترلاسه کړل چې د افغانستان د سفارت او د بهرنیو چارو له وزارته یې په یوه میاشت کې ونه شو کړای ترلاسه کړي.
په صوفیه کې د افغانستان سفارت نه وېبپاڼه لري، نه د فېسبوک پاڼه او نه هم ټوېټر.
له دوو افغان قربانیانو پرته د دریو نورو د مړو د لېږد لګښت پر ټولنیزو شبکو د خبرتیا او خیریه هڅو په مټ راټولېږي.
سره له دې چې په صوفیه کې افغان سفارت د خیریه کارکوونکو له ښکېلتیا خوښ نه دی او خیریه کارکوونکي له دوی، خو د سفارت د کار پڅ بیوروکراتیک او محافظه کارانه بهیر او د خیریه کارکوونکو او ټولنیزو شبکو سرعت، د دې تمه پیدا کړه چې له کوره وتلي افغانان په وطن کې تر ګوره ورسېږي.
خو که داسې پېښه بیا وشي، څه به کېږي؟
د ښاغلي دلېر وړاندیز دا دی چې افغان حکومت دې د داسې پېښو لپاره یوه بودیجه ځانګړې کړي خو دا چې دغه چاره څرنګه ګړندۍ شي او د انتظار شېبې لنډې شي، ښايي د لوړپوړو چارواکو پاملرنې ته اړتیا ولري.
نو دې ته په کتو چې له دې ټولو ګواښونو سره سره ګڼ شمېر افغانان بیا هم له خطرونو پر ډکو لارو د کډوالۍ په سفر وځي، د داسې یوه کارنده میکانیزم جوړول اړین دي چې د افغانانو مړي په دولتي او یا هم شخصي لګښت ژر تر کوره ورسوي.