سرور دانش: د حکومتي اپوزیسیون جوړول نظام کمزوری کوي

  • عصمت بهیر
  • بي بي سي کابل
ر

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

سرور دانش په دایکنډي کې دا خبرې کړې دي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په حکومت کې د اپوزیسیون جوړېدل د نظام د کمزوري کېدو سبب وباله.

ښاغلي دانش دا خبرې د افغانستان په مرکزي ولایت ډایکندي کې وکړې.

د نوموړي اشاره د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرایه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او د بلخ والي عطامحمد نور ټلوالې ته ده چې څه مهال مخکې یې د ترکیې په انکره کې اعلان کړه.

که څه هم د ژغورنې په نوم د دې ټلوالې یو شمېر غړو بي بي سي ته ویلي، چې د ټلوالي د جوړېدو موخه د نظام کمزوري کول نه دی.

خو سرور دانش دا ټلواله د ملي یووالي حکومت د کمزوري کولو په مانا بولي.

دی وايي، افغان حکومت سره له دې چې له "ترهګرو" سره په جګړه بوخت دی، له ځینې داسې حرکتونو سره هم لاس ګریوان دی چې موخه یې د نظام کمزوري کول دي.

" د ملي یووالي حکومت له منلیو سیاسي او حقوقي معیارو سره سم د اپوزسیون جوړولو او د هغه فعالیت ته اجازه ورکوي، خو حکومتي اپوزیسیون جوړول په خپل ذات کې پاراډاکس دی او دا ډول اپوزیسیون جوړول د ملي او نړیوالو قوانینو په رڼا کې له سیاسي او حقوقي معیارونو سره سر نه خوري."

د عکس سرچینه، Enayat Farahmand Facebook

د عکس تشریح،

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال د اجرایه ریاست دویم مرستیال او د بلخ والي.

د ښاغلي دانش په خبره، په حکومت کې د اپوزیسیون جوړول هیچ قانوني دلیل نه لري.

د افغانستان ژغونې په نوم ټلواله شاوخوا میاشت مخکې د ملي یووالي حکومت څو لوړ پوړوچارواکو په ترکیه جوړه کړه.

که څه هم تراوسه دغې ټلوالې خپله تګلاره نه ده اعلان کړې خو داسې مالوميږي چې په خپل منځي جنجالونو هم اخته ده.

د دغې ټلوالې غړي هڅه کوي چې د ملي یووالي حکومت کې ډېره برخه خپله کړي خو ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایه ریاست ویلي د افغانستان د اساسي قانون له مخې د حکومت د غړو برخې او صلاحیتونه څرګند دي.