ملګري ملتونه: د افغان ماشومانو وضعیت نور هم خراب شوی
محمد حنیف احمدزی:"سروې او معلومات ښيي چې د هغو کورنيو شمېر چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي شمېر يې له ۳۸.۸ سلنې ۳۹.۱ ته لوړ شوی."
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسیف وايي له ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ زېږدیز کلونو راهيسې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې خلکو شمېر شاوخوا ۳۹ سلنې ته لوړ شوی دی.
دغه اداره غواړي له افغان دولت سره د ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۹ کلونو لپاره پر خپل پروګرام بیاکتنه وکړي.
ملګري ملتونه وايي، د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې د دغه پروګرام له پیل راهیسې اقتصادي وده د دوی د تمې خلاف ټيته وه او امنيتي حالت هم خراب شوی.
په افغان حکومت کې د ملګرو ملتونو او نړيوالو کنفرانسونو د برخې مسول محمد حنیف احمدزي د دغې ادارې له خوا د چمتو شوي راپور د سپارلو پر مهال وویل د هغو ماشومانو د کورنيو شمېر چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي درې سلنه ډېر شوی.
ښاغلی احمدزی وايي:"سروې او معلومات ښيي چې د هغو کورنيو شمېر چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي شمېر يې له ۳۸.۸ سلنې ۳۹.۱ ته لوړ شوی. د هغو کورنیو شمېر چې د خوړو خونديتوب نه لري په تېره بيا د پسرلي او اوړي په موسمونو کې لوړ شوی. له ناامنيو او بیړنیو حالاتو زیانمنې شوې کورنۍ هم ډېرې شوې."
ټاکل شوې ملګري ملتونه تر ۲۰۱۹ کال پورې ۳۶۰ میلیون ډالر په افغانستان کې د ماشومانو د حالت د ښه والي لپاره ولګوي.
يونیسف دغه راز وايي چې د خوړو د نه خونديتوب کچه هم د پسرلي او اوړي په موسمونو کې نژدې پنځوس سلنې ته رسېدلې.
په دې ناسته کې د بشري حقونو کميسیون کمېشنرې ثریا صبحرنګ له یونیسیف څخه وغوښتل چې د معلولو ماشومانو حالت ته هم ځانګړی پام وکړي.
هغې وویل: "زموږ موخه هغه ماشومان دي چې ذهني معلوليت لري او نن په سړکونو بې برخليکه ګرځي یا پرې تېرې کېږي. په خواشينۍ سره چې دولت دوی ته د اوسېدو ځای او پروګرام نه لري."
یونيسیف وايي د دغې ارزونې موخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د خپلو ټاکل شویو موخو په لور د دوی د فعاليتونو ارزول دي.
یونیسیف د روغتیا، پوهنې، روغتیا ساتنې، د څښاک اوبو، د پوليو د له منځه وړلو او د ماشومانو د خوړو په برخه کې فعاليت کوي.
د سویلي اسیا لپاره د یونیسیف مسؤل افغان حکومت ته ډاډ ورکړ چې خپلې مرستې به ورسره جاري ساتي خو په همدې وخت کې يې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې داسې سیستم جوړ کړي چې د دوی مرستې ټولو ماشومانو ته ورسېږي.
ټاکل شوې دا اداره تر ۲۰۱۹ کال پورې ۳۶۰ میلیون ډالر په افغانستان کې د ماشومانو د حالت د ښه والي لپاره ولګوي.