'کندهار کې د طالبانو برید د ملي اردو لسګونه سرتېري وژلي'

افغان ملي اردو سرتېري

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

کندهار کې یوه امنیتي سرچینه وايي، د ملی اردو ۱۰ سرتېري له جګړې په تېښته بریالي شوي

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت کې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته منلې ده، چې تېره شپه ددغه ولایت خاکریز ولسوالۍ کې پر یوې پوځي اډې د طالبانو برید کې لږترلږه د ملي اردو ۴۰ سرتېري وژل شوي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، تېره شپه طالبانو لس بجې پر اډې برید پیل کړ چې ۱۰ افغان سرتېري له جګړې په تېښتې بریالي شوي دي.

یوې بلې سرچینې هم برید او د افغان ملی اردو د مرګ ژوبلې خبر تایید کړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، په برید کې د ملي اردو ۲۶ سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. نوموړی وايي، د طالب بریدګرو ۸۰ کسان هم وژل شوي.

دفاع وزارت وايي، سیمې ته د طالبانو د برید د مخنیوي او د ملي اردو د ملاتړ په موخه نور سرتېري استول شوي.

طالبانو هم ویلي، د خاکریز ولسوالۍ پر کرزالي اډې یې برید کې د ملي اردو ۷۴ پوځيان وژلي او شپږ نور یې نیولي دي.

د دفاع وزارت وايي، کندهار ته د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی استولی دی.