د عکسونو البوم: د پلالې انځورونو نندارتون
ومان نیازی په پلالې سره انځورونه باسي، نوموړي کابل کې دوه ورځنی نندارتون پرانیستی، د بي بي سي همکاره اریا احمدزۍ ورغلې او دا انځورونه یې ترې اخیستي دي.
ومان نیازی د پلالې انځورونو د پنځم نندارتو پرانیستلو پر مهال.
ومان نیازی افغان فرهنګي شخصیتونو سره د خپلو انځورنو په هکله خبرې کوي.
په چینايي سبک پر پلالې انځورګري له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې افغانستان کې دوه ده.
د ومان په ګډون درې کسان افغانستان کې دا انځور ګري کوي،
دا ډول انځور ګري د غنمو پلالې یا ساقې سره کېږي. په خورا نازک مزاج دا چاره کیږي، ذوق او زغم دواړه غواړي.
دغه انځور کې داسې ښځه لیدل کېږي چې سوچونو په مخه کړې ده او په اوسنۍ افغان ټولنه کې د مېرمنو وضعیت ښيي.
په پلالې سره انځور ګري نږدې ۲۵۰۰ کاله مخکې په چین کې دود شوې ده.
ومان نیازی وايي، د شربت ګلې په سترګو یې یواځې اووه ورځې تېرې کړې.
په دغه انځور ګرۍ کې کله کله یو انځور اونۍ اونۍ وخت اخلي.
ومان نیازي د افغانستان پخوانی لومړی وزیر انځور کړی دی.
ومان نیازي په لاس د افغانستان د خپلواکي بیا اخیستونکي شاه امان الله غازي جوړ شوی انځور
ومان نیازي په دې نندارتون کې هغه انځورونه نندارې ته اېښي چې تېر یو کال کې یې جوړ کړي دي.