د لوګر عینک کان تاریخي آثار د کابل ملي موزیم ته ولېږدول شول

له هغه وروسته چې د کابل سویل کې د لوګر ولایت عینک مسو په کان کې د لرغون پېژندنیزو کیندنو مسوولیت د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شو، ۱۰۰ قلمه تاریخي آثار کابل کې ملي موزیم ته وسپارل شول. عکسونه په کابل کې عکاس ماني مشکین قلم را استولي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لوګر ولایت عینکو مسو له کان څخه نژدې ۱۰۰ قلمه کشف شوي تاریخي آثار د کابل ملي موزیم ته ولېږدول.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

په دې وروستیو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لوګر ولایت عینکو مسو له کان څخه نژدې ۱۰۰ قلمه کشف شوي تاریخي آثار د کابل ملي موزیم ته ولېږدول.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

د عینک مسو کان کې د نویو کیندنو په لړ کې نژدې ۱۰۰ قلمه نوي تاریخي آثار وموندل شول.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

په دغو کشفو شویو اثارو کې خټین لوښي، د بودا مجسمې او زینتي شیان دي.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو په وینا، دغه نوي کشف شوي اثار له تاریخي پلوه ډېر ارزښت لري. ځکه ډېری دغه اثار لومړۍ او اتمې زېږدیزې پېړۍ کې د کوشانیانو او سامانیانو دورې پورې اړه لري.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

د عینک سیمه کې تر دې وړاندې داسې ښارګوټي هم کشف شوي ول چې د لرغونپوهانو په خبره د یوه زاړه بودايي ښار ښکارندوی دی.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

له ۲۰۰۹ کال راهیسې نژدې ۲۵۰۰ قلمه لرغوني اثار کشف شوي دي. له دغو ۲۰۰۰ قلمه یې په کابل کې د افغانستان په ملي موزیم کې ساتل کېږي. پاتې یې په خپله عینک کې ساتل کېږي.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

د عینک مس په افغانستان کې د لرغونو اثارو د کشف یوه له تر ټولو لویه پروژه ده. د دغې سیمې لرغونپوهنیزې کیندنې له ۲۰۰۹ کاله راهیسې د نړیوال بانک په مالي مرسته د اطلاعاتو او کلتور او د کانونو او پطرولیم وزارت له خوا ترسره کېږي.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

اوس د عینک مس ترلاسه شوي اثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارل شوي دي.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

تر ۲۰۰۹ کال وړاندې د عینک مس تاریخي اثار په غیرقانوني ډول کېندل کېدل او ډېری دغه ګران بیه توکي غلا کېدل.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

څنګه چې یې له نومه هم پوهېدلی شئ دغه سیمه د مسو خورا غني سرچینې لري.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

په ۲۰۰۸ کال کې افغان دولت د عینک مس د کان د کېندلو پروژه "اېم سي سي" چینايۍ کمپنۍ ته ورکړه.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

د معدن د کیندلو له کار سره سم، د بودايۍ دورې داسې اثار هلته وموندل شول چې نقاشي شوي دیوالونه او داسې بودايي مجسمې په کې دي چې څو متره اوږدوالی لري.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

د افغان حکومت د چارواکو په وینا د عینک مس د کان کیندل دلته د تاریخي اثارو روغ پاتې کېدو ته لوی ګواښ دی.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح،

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د لرغونو اثارو د ساتلو لپاره یوه طرحه لري چې د هغې تر پلي کېدو وړاندې به په دغه سیمه کې هېڅ ډول کیندنې ترسره نه شي. د دغې طرحې د پلي کېدو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نړیوال بانکه د پنځه میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.