د نورستان پر وانټ وایګل ولسوالۍ برید شوی
افغان چارواکي وايي، نن ګهیځ مهال د نورستان ولسوالۍ پر وانټ وایګل ولسوالۍ وسله والو طالبانو برید کړی دی. رپوټونو کې ویل شوي، چې جګړه د ورځې تر ناوخته روانه وه. د وانټ وایګل امنیې قومندان ذبیح الله ویلي، له ۱۰۰۰ ډېرو وسله والو د ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستو برید کړی دی.
ذبیح الله دغه راز ویلي، په نښته کې درې پولیس سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. بل لور ته ځايي چارواکي په دغه نښته کې له ۲۰ د ډېرو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي. دوی وايي، تر دې ډېر ټپیان شوي هم دي.
وسله وال طالبان بیا حکومتي ځواکونو ته د ډېر زیان اړولو ادعا کوي. له دې مخکې د وانټ وایګل ولسوالۍ کنټرول دوه ځلې د حکومتي ځواکونو او وسله والو تر منځ لاس پر لاس شوی دی.
په تېر کې د وانټ وایګل ولسوالۍ ناامنیو له کبله یو شمېر ځايي خلکو ګاونډي ولایت کونړ ته کډوال شوي وو. د نورستان پرنورو ولسوالیو، دواب، کامدېش او برګیمټال د ولکې لرو لپاره هم په تېر کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې چې پایله کې لاس پر لاس شوې دي.