ننګرهار کې تښتول شوي پاکستاني ډیپلوماټان خوشي شوي

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دا دیپلوماتان د تېرې جون میاشتې پر ۱۶مه پاکستان ته پر لاره تورخم ته څېرمه تري تم شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې یې دوه تښتول شوي ډیپلوماټان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې خوشي شوي او د پاکستان سفارت ته سپارل شوي دي.

دغه ډپلوماټان په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ کارکوونکي دي چې د جون په ۱۶مه د نامعلومو وسله والو لوري هغه مهال وتښتول شول چې د سړک له لارې پاکستان ته روان وو.

تر اوسه د هغوی د راخوشې کېدو په اړه نور جزیات رسنیز شوي نه دي.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې افغان ځواکونه له داعش وسله والو او طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې پاکستاني استازي ته د ډپلوماټانو د راخوشې کولو په اړه د معلوماتو ورکولو خبره کړې ده.

یاد ډپلوماټان د چارشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل شوي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د خبرپاڼې له مخې، ژر به د هوا له لارې هغه هېواد ته ولېږدول شي.

افغان چارواکو تر دا دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکې ترینګلي شوي دي. دواړه هېوادونه یو بل تورنوي چې د مخالفو وسله والو ډلو پر ضد مبارزه نه کوي.

افغانستان وايي پاکستان له افغانستان سره په نااعلان شوې جګړه کې ښکېل دی او د طالبانو ملاتړ کوي.

خو اسلام اباد وايي کابل د پاکستاني طالبانو پر ضد چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې فعالیت کوي کلکه مبارزه نه کوي.

وړاندې د افغان او پاکستاني دیپلوماتانو د تښتولو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي فضا خړه پړه شوې ده.

د ۲۰۰۸ کال سپتمبر میاشت کې پاکستان ته د افغانستان نومول شوی سفیر عبدالخالق فراهي د خیبر پښتونخوا حیات اباد سیمه کې ناپېژاندو وسله والو تښتولی و.

د ښاغلي فراهي موټرچلوونکی د تښتولو پرمهال وژل شوی و.

فراهي ټیک یو نیم کال د تښتوونکو منګولو کې پاتې و چې بیا وروسته خوشی شو، خو د خوشي کېدو څرنګوالی یې په ډاګه نه شو.