"کابل کې د عراق پر سفارت بریدګر ووژل شول او برید پای ته ورسېد"

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، په کابل کې د عراق پر سفارت برید پای ته ورسېد.
د اعلامیې له مخې څلورو بریدګرو د عراق په سفارت ځايي وخت نږدې ۱۱:۱۰ ډله ییز برید وکړ او نږدې څلور ساعته وروسته د ټولو بریدګرو په وژل کېدو پسې پای ته ورسېد.
د کورنیو چارو وزارت وايي، یوه بریدګر د سفارت دورازه کې ځانمرګی وکړ او نور درې سفارت ته ننوتل.
"افغان ځانګړي پولیس په خپل وخت د پېښې ځای ته ورسېدل او د سفارت کارمنان یې خوندي ځای ته ولېږدول".
په اعلامیه کې راغلي، د ډيپلوماټانو د اېستلو بهیر کې یواځې یو افغان سرتېري برسېرن ټپي شوی دی.
خو د عراق حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې پېښه کې دوه افغان ساتونکي وژل شوي دي.
له بلې خوا دروغتیا وزارت ویاند وايي، د پېښې له ځای یواځې یو ټپي روغتون ته لېږدول شوی دی.
داعش د دې برید مسوولیت منلی دی.
داعش یا اسلامي دولت ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
نږدې دوه اونۍ مخکې افغانستان کې د عراق سفارت په موصل کې د داعش ماته لمانځلې وه.
موصل د عراق هغه ولایت دی چې پر ۲۰۱۴ کال اسلامي دولت ډلې مشر پکې خپل خلافت اعلان کړ.
خو له نږدې لس میاشتو جګړې وروسته د عراق امنیتي ځواکونو پر دغه ولایت ولکه وکړه.