افغانستان د ځانگړو ځواکونو شمېر درېيمې لوا ته لوړ کړ

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، د امنیتي ننګونو ډېرېدل او د ځانګړو ځواکونو اغېزناک ثابتېدو له امله دوی پرېکړه وکړه د کومانډو ځواکونو شمېر ډېر کړي.
د افغانستان کومانډو سرتېري په مسلکي ډول روزل شوي او ویل کېږي د نورو امنيتي ځواکونو پرتله يې مرګ ژوبله هم لږه ده.
د دغو ځواکونو تشکیل په پوځي اصطلاح له کنډک نه لوا ته لوړ شوی او په دې ډول د ځانګړو ځواکونو د لواګانو شمېر درېو ته ورسېده.
که څه هم د پوځي پرسونل کره شمېر محرم ګڼل کېږي خو افغانستان کې د یوې لوا د سرتېرو شمېر ۵۰۰۰ تنو ته رسېږي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي په دغه مناسبت د جوړو شوو مراسمو په پای کې بي بي سي ته وویل د ځانګړو ځواکونو د شمېر ډېروالی د مخالفينو د ګواښونو د ډېروالی ځواب دی.
- د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره کېږي
- د افغان طالبانو -ځانګړي ځواکونه- ولې د اسلامي دولت د اورپکو پر ضد جنګېږي؟
- د برتانیا ځانګړي ځواکونه د "افغانانو پر وژلو" تورن شول
ښاغلي بهرامي زیاته کړه:" هغه امنيتي ګواښونه چې افغانستان ورسره مخ دی مطالعه کېږي او د هغو مطابق د افغانستان د دفاعي او امنيتي ادارو جوړښتونه او تشکيلات عيارېږي."
د دفاع وزارت سرپرست په وینا، په هغو عملياتو کې چې تېر کال شوي هم په پوليسو کې او هم په ملي اردو کې د ځانګړو ځواکونو رول ډېر ټاکونکی و.
ښاغلی بهرامي وايي:"ګواښونو ته په پام سره د افغانستان پوځي او سياسي رهبرۍ پرېکړه وکړه چې د کومانډو ځواکونو شمېر دوه برابره شي."
د افغانستان کومانډو ځواکونه په نړيوالو معیارونو برابر او تر ډېره بريده د افغانستان د لوېديځو ملاتړو هېوادونو له خوا په مسلکي ډول روزل شوي.
د چارواکو په وینا، د افغانستان د نورو امنیتي سرتېرو پرتله ځانګړو ځواکونو ته لږه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوه مياشتې وړاندې د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي یا سیګار ادارې په خپل رپوټ کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله په روان زېږیز کال کې ډېره لوړه بللې وه.
- 'شپني عملیات به ځانګړي امریکايي ځواکونه کوي'
- جنرال نېکولسن: له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو بیا کتنه پکار ده
- د اچین پېچومي او جګړه؛ سپین غر او تور بیرغونه
افغانستان د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتيا لپاره څلور کلن پروګرام جوړ کړی.
په دغو څلورو کلونو کې چې لومړی کال یې روان دی، ټاکل شوې چې د افغانستان ځانګړي ځواکونه د قول اردو کچې ته لوړ شي او شمېر يې تر ۳۶ زره سرتېرو رسېږي.
د افغانستان د هوايي ځواک پیاوړتيا هم د دغه څلور کلن پروګرام مهمه برخه ده.