د فاطمې هیلې، چې نیمګړې پاتې شوې!

  • محمد قاضي زاده
  • بي بي سي
هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په پرونۍ اعتراضیه غونډه کې چې سُني مذهبو او پېژندل شویو څېرو هم پکې ګډون کړی و، ویناوالو سیمه يیزه اداره او مرکزي دولت د نا امنۍ د مخنیوي لپاره د یوه منظم پلان په نه درلودلو تورن کړل.

د افغانستان په لوېدیځ هرات کې پر جوادیه جومات وروستي خونړي برید په لسګونو کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې، خو په دوی کې ځینې داسې ځینې کورنۍ هم شته، چې ډېر ترخه برخلیک یې د ډېری خلکو غوسه او ناهیلي راپارولې.

علي کمیل هغه درې کلن ماشوم دی چې د عیني شاهدانو په خبره، د برید له پيلېدو سره هم مهاله یی د خپل پلار غېږې ته پناه وړې وه، خو دواړه زوی او پلار د ځانمرګو بریدګرو په ډزو کې ووژل شول.

د دی پیېښې تر ټولو د پاخه عمر لرونکي په اړه ویل کېږي شاوخوا اتیا کاله عمر یې درلود چې یوازې سر یې پاتې او پېژندل شوی دی.

د بکراباد سیمې داسې کسان هم شته چې د خپلې کورنۍ دوه یا درې غړي یې یوځای له لاسه ورکړي.

د فاطمې قادریان - هغې نجلۍ چې په وروستیو کې د افغان روباټ جوړوونکو نجونو په ډله کې په یوه لویه سیالۍ کې د ګډون لپاره امریکا ته تللې وه- پلار هم شامل دی.

۱۴ کلنه فاطمه قادریان د ښوونځي زده کوونکې ده، چې د روباټ جوړوونکې ډلې غړیتوب لري. له دې ډلې په امریکا کې تود هرکلی وشو او د سپينو زرو په مډال ونازول شوه.

فاطمې ښایي له دې ټولو مثبتو لاسته راوړنو ډېرې کیسې خپل پلار ته لا نه وي کړې چې یتیمه شوه.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح،

د فاطمې قادریان پلار اصف قادریان هم جوادیه جومات کې د وژل شوو کسانو له ډلې دی.

د عکس سرچینه، @Roya Mahboob‏

د عکس تشریح،

۱۴ کلنه فاطمه قادریان د ښوونځي زده کوونکې ده، چې د روباټ جوړوونکې ډلې غړیتوب لري. له دې ډلې په امریکا کې تود هرکلی وشو او د سپينو زرو په مډال ونازول شوه.

د عکس سرچینه، AFP\Getty Images

د عکس تشریح،

پرون (چارشنبه، اګسټ دویمه) د دغه خونړي برید ۳۷ قربانیان د زرګونو خلکو په حضور سره د یوې اعتراضيې غونډې په پای کې خاورو ته وسپارل شول.

د هرات بکرآباد سیمې یو اوسېدونکی جواد بیات چې خپله یې یوشمېر اشنایان له لاسه ورکړي، وایي تر ډېره هغو ماشومانو ته دا ډول مصیبتونه سخت وي چې بې پلاره شي.

نوموړي بي بي سي ته ووویل: "ټولنه مو له بده مرغه په داسې حالت کې ده چی د یتیمانو او بې سرپرسته ماشومانو ملاتړ نه شو کولی، داسې څانګې نه شته چې د دوی مادي او معنوي ملاتړ وکړي."

نوموړی د فاطمې قادریان په اړه وایي: "ښایي د دې ډېرې هیلې پوره نه شي. ښایي ناهیلې شي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې هېڅ شی معیاری نه دی او د هغو کسانو د ملاتړ لپاره بنسټونه نه لرو چې مور یا پلار له لاسه ورکوي. "

په هرات کې د جوادیې پر جومات د ځانمرګو بریدونو پایله کې ګڼ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

پرون (چارشنبه، اګسټ دویمه) د دغه خونړي برید ۳۷ قربانیان د زرګونو خلکو په حضور سره د یوې اعتراضيې غونډې په پای کې خاورو ته وسپارل شول.

ویل کېږي په ټپیانو کی هم یوشمېر ساه ورکړې او اوس د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ تنه ښودل کېږي.

په پرونۍ اعتراضیه غونډه کې چې سُني مذهبو او پېژندل شویو څېرو هم پکې ګډون کړی و، ویناوالو سیمه يیزه اداره او مرکزي دولت د نا امنۍ د مخنیوي لپاره د یوه منظم پلان په نه درلودلو تورن کړل.

د عکس تشریح،

ویل کېږي په ټپیانو کی هم یوشمېر ساه ورکړې او اوس د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ تنه ښودل کېږي.

د عکس تشریح،

پر جوادیه د خونړي برید پړه ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې ومنله