'زما وطن، زما له نظره'، د عکسونو نندارتون
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په لړ کې کابل کې د عکسونو نندارتون جوړ شوی و، چې ځینو غوره عکاسانو ته جایزې پکې ورکړل شوې. انځورونه نجما ځلا اخستي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په لړ کې کابل کې د عکسونو نندارتون جوړ شوی و، چې ځینو غوره عکاسانو ته جایزې پکې ورکړل شوې
تر ډېره د عکاسانو د نندارې لویه برخه د افغان نجونو د ژوند وضعیت ته ځانګړې شوې وه
عکاسانو د افغان نجونو د زده کړو بهیر ځینې عکاسي هم نندارې ته وړاندې کړې وه
د نندارتون له جوړېدا هدف دا و چې د افغان ښځو د ژوند پټ اړخونه پکې ښکاره شي
د 'زما وطن، زما له نظره' په نوم دا نندارتون د افغانستان د اقتصاد وزارت په همکارۍ جوړ شوی و
دې نندارتون ته د تماشا لپاره ګڼ مینه وال ورغلي وو
هر انځور بېلې خبرې کوي
نندارتون کې شاوخوا ۴۰۰ انځورونه اېښودل شوي وو
د ځینو غوره انځورونو عکاسانو ته جایزې هم ورکړل شوې
جاوید سیالۍ کې لومړی مقام ګټلی چې بامیانو کې یې د ښځینه بایسکل سپرو نجونو انځور اخیستی و
درو انځورونو د لومړي، دویم او درېیم غوره انځور جایزې وګټلې