پولیس غله ته د کاري مرکې لپاره کالي واخیستل

د عکس سرچینه، TORONTO POLICE SERVICE
د ټورنټو پولیس افسر ښاغلی جیانېسن وايي، هلکي ورته زنګ وهلی و چې کالیو کار وکړ.
د کاناډا ټورنټو ښار یوه دوکان کې یو ځوان په دې تور ونیول شو چې د یوې کاري مرکې لپاره یې کالي غلا کول.
د پولیسو افسر هېرن جیانېسن چې د دغه ۱۸ کلن ځوان د نیولو لپاره سیمې ته ورسېد، د کیسې له اورېدو وروسته یې پرېکړه وکړه چې هماغه کالي ورته رانیسي.
اوس د پولیسو دغه افسر ویلي چې هغه هلک بریالی شوی او دنده یې ترلاسه کړې. د ده په وینا بله اوونۍ د دوشنبې پر ورځ به خپل کار پیل کړي.
ښاغلي جیانېسن د کاناډا سي پي۲۴ ته ویلي:"هغه (هلک) ما ته وویل چې هماغه کمیس او نکټايي یې اغوستي ول. زه ډېر خوښ یم."
تېره اوونۍ ښاغلي جیانېسن وویل، د والمارت مغازې دغه هلک نیولی و چې د دوی په وینا یې غوښتل یو کمیس، نکټايي او جرابې غلا کړي.
ده زیاته کړه:"دغه ځوان په خپل ژوند کې ډېرې ستونزې درلودې او غوښتل یې دا ټولې ستونزې د خپلې کورنۍ لپاره د کار په تر لاسه کولو اوارې کړي. دې کس کومه بله سرچینه نه درلوده. ده غوښتل د خپلې خوښې دنده ترلاسه کړي. هماغه یې په مغزو کې و... زه فکر کوم په رښتیا یې غلطي کړې وه."
دغه ځوان د پولیسو افسر ته ویلې ول چې پلار یې ناروغ دی او کورنۍ یې له ګڼو ستونزو سره مخ ده.
د اګست پر ۷ د ښاغلي جیانېسن امر ضابط پال بوېس بي بي سي ته وویل، دی په دې خوښ دی چې "۱۸ کلن هلک ون ه نیول شو ځکه دې به هېڅ چاته ګټه نه وه رسولې."
ښاغلي بوېس وویل:"ما ډېر مثبت غبرګون ښکاره کړ. ټوله خبره د افسر په کړنې اواره شوه.
"دا زموږ د هغې موخې ښه بېلګه ده چې وایو باید د ټولنې مثبت لارښود و اوسو."