غني: د زدکړو سیسټم کې سمون ځنډول ناورین رامنځته کوي

اشرف غني د انځور حقوق Arg
Image caption ښاغلي غني ویلي، باید داسې سیسټم جوړ شي، چې د افغانستان له پوهنتونونو تر لاسه شوي اسناد په ټوله نړۍ کې د منلو وړ وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان پوهنتونو کې د زده کړو اوسنی سیسټم د هېواد اړتیا نه پوره کوي او په کې د اصلاحاتو ځنډول به 'ملي ناورین' رامنځته کړي.

ولسمشر غني د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رییس ته امر وکړ، چې دې لړ کې ژر تر ژره پرېکړې وکړي.

نوموړي نن 'پنجشنبه د زمري ۲۶مه ' د نوي تحصیلي کال د پیل په مناسبت خبرو کې ویلي، د لوړو زده کړو حالت ښه کولو لپاره بودیجه چمتو کوي.

د محصلینو لفظي شخړې دولتي پوهنتونونه رخصت کړل

'ټول پوهنتونونه دې یو درسي نصاب پلی کړي'

د لوړو زده کړو تقنیني فرمان: کابل کې بیا د پوهنتون د استادانو اعتراض

ښاغلي غني ویلي، باید داسې سیسټم جوړ شي، چې د افغانستان له پوهنتونونو تر لاسه شوي اسناد په ټوله نړۍ کې د منلو وړ وي.

نوموړي ویلي، د افغانستان طبیعي زېرمې ځکه لا هم تر خاورو لاندې پرتې دي، چې دې برخه کې وړ کدرونه نه شته او دا چې له پوهنتونونو تکړه مدیران نه فارغیږي، میلیونونه ډالر لګښتونه کېږي.خوابگاه‌های خصوصی دانشجویان؛ چالش جدید حکومت افغانستان

د انځور حقوق Arg

ښاغلي غني له محصلینو وغوښتل د زده کړیز نظام د اصلاح لپاره خپلې طرحې وړاندې کړي، چې په وینا یې درېیو طرحو ته به جایزه ورکړل شي او عملي به شي.

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان په لر او بر کې د کانکور ازموینو مهالویش بدلون له کبله زمري میاشت کې یو ځای پیلېږي. له دې مخکې به د افغانستان سړو سیمو کې د وري له میاشتې تحصیلي کال پیلېده.

افغانستان کې د لوړو زده کړو ۳۸ دولتي موسسې او پوهنتونونه فعال دي، چې نژدې دوه زره محصلین په کې زده کړې کوي.

په دغه هېواد کې ۱۳۰ خصوصي موسسې او پوهنتونونه هم فعالییت کوي، چې نژدې ۱۰۵ زره محصلین په کې په زده کړو بوخت دي.