چين کې د افغانستان خپلواکۍ ورځې لمانځلو مراسم

د چين د ايوو ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې د افغان ملي سوداګرو لخوا د امان الله خان د کارنامو په ویاړ او د افغانستان د خپلواکۍ د اخیستو د ٩٨ مې کلیزې په مناسبت لمانځغونډه جوړه شوې وه. دغه انځورونه نورمحمد او داود سادات رالېږلي دي.

د افغانستان د ازادۍ ورځ

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح،

د چين ايوو ښار کې افغان ملي سوداګرو د افغانستان د خپلواکۍ د اخیستو د ٩٨ مې کلیزې په مناسبت لمانځغونډه جوړه کړې وه.

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح،

په دې لمانځغونډه کې سلګونو سوداګرو، زده کوونکو او چينايي چارواکو ګډون کړی و

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح،

غونډه د قران کريم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پيل شوه

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح،

د غونډې لګښت په ايوو ښار کې د افغان ملي سوداګرو له خوا ورکړل شو

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح،

غازي امان الله خان په په ۱۹۱۹ کال کال له بریتانیا ازادي واخیسته، چې همدغه ورځ (زمري ۲۸مه) هر کال د ازادۍ د اخیستو ورځې په نوم لمانځل کېږي.

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح،

افغان ځوانانو په اتڼ او خوشاليو سره د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځله

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح،

په دې غونډه کې د افغانستان او چين د ولسونو ترمنځ د اړيكو په هكله هم خبرې وشوې

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح،

د نارينه وو تر څنګ يو شمېر مېرمنو هم د خپلواکۍ په دې غونډه کې ګډون کړی و

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح،

چین په افغانستان کې د سولې لپاره له پاکستان او امریکا سره په دې کار کوي چې د سولې خبرې روانې وساتي او په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته پایټکی کېښودل شي

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح،

يو شمېر افغان سوداګر له چين څخه افغانستان ته مالونه واردوي