د افغان حکومت عواید "۱۰ سلنه لوړ شوي دي"

مالیې وزارت د انځور حقوق Ministry of Finance
Image caption مالیې وزارت وایي لا هم د خلکو په منځ کې د مالیې ورکړې کلتور عام نه دی او دا هغه ستره ننګونه ده چې د عوایدو راټولولو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.

د افغانستان مالیې وزارت وایي، د تېر کال لومړیو شپږو میاشتو پرتله یې عواید نژدې لس سلنه لوړ شوي دي. دغه وزارت وایي روان مالي کال یې د عوایدو راټولو لپاره ۱۵۳میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی چې د تېر کال پرتله ۱۵سلنه لوړ دی.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال نجیب الله وردګ وایي، د روان مالي کال په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۷۶٫۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي چې شاوخوا یو اعشاریه یو میلیارد ډالر کېږي او د تېر کال پرتله لس سلنه ډېر دی.

ښاغلی وردګ وایي د عوایدو ډيره برخه یې له ګمرکونو ترلاسه کړي چې ۴۷ سلنه جوړوي.

خو دی مني چې د عوایدو په راټولولو کې لا هم روڼتیا او ځیرتیا نه شته او وزارت هڅه کوي د ځینو اصلاحاتو په راوستلو شته ستونزې هوارې کړې.

د ښاغلي وردګ په وینا:"موږ غواړو په ټولو سرحدي دروازو کې کمپیوټري تلې ولرو. د تشریح د بهیر د لیدلو لپاره باید هلته کمرې ولګولې شي، سکننر باید په ټولو دروازو کې وي چې د تدارکاتو بهیر یې عملاً په جریان کې دی."

د انځور حقوق SHAHHUSAIN MURTAZAWI/FACEBOOK
Image caption افغانستان په دې وروستیو کې د اقتصادي ودې په موخه له هند سره یو هوايي دهلیز پرانیست.

مالیې وزارت وایي لا هم د خلکو په منځ کې د مالیې ورکړې کلتور عام نه دی او دا هغه ستره ننګونه ده چې د عوایدو راټولولو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او داسې کسان شته چې د مالیې له ورکړې تېښته کوي.

خو ډیر بیا په دې باور دي چې خپله د عوایدو راټولولو ماموران په فساد کې ښکېل دي او دوي پخپله له خلکو او شرکتونو بډې اخلي او په بدل کې یې سوداګریز مالونه د مالیې له ترلاسه کولو پرته خوشې کوي.

افغان حکومت خپلو بهرنیو ملاتړو سره ژمنه کړې چې د عوایدو په راټولو کې به روڼتیا راولي او د کورنیو عوایدو لوړولو له لارې به په خپلو پښو ودرېږي.

اوس مهال د وزراتونو د پراختیایي بودیجې ډیره برخه په بهرنیو مرستو ولاړه ده او یوازې عادي بودیجه وزارتونه له کورنیو عوایدو پوره کوي.

اړونده مطالب