نېکولسن: نور امريکايي ځواکونه افغانستان ته په رسېدو دي

په افغانستان کې د مېشتو نړېوالو ځواکونو قومندان جنرال جان نېکولسن وايي نور تازه دمي امريکايي سرتېري افغانستان ته په را رسېدو دي.

ښاغلي نېکولسن له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې افغانستان ته د راتلونکو امريکايي سرتېرو د شمېر له څرگندولو ډډه وکړه، خو وې ويل، دغه سرتېري به له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي چې راتلونکو کلونو کې د خپلې ولکې سيمه پراخه کړي.

د ښاغلي نېکولسن دا څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د افغانستان په تړاو د امريکا نوې تگلاره تېره سې شنبه اعلان شوه.

د امريکايي ځواکونو دغه قومندان وايي داعش یې افغانستان کې ریښې غځولو ته نه دی پرایښی او ډاډه دى چې طالبان هم د جګړې په ډګر کې بریا نه شي ترلاسه کولای.

د امریکا دغه څلور ستوریز جنرال وایي د ډونلډ ټرمپ له اعلان شوې ستراتيژۍ سره هممهاله به پر وسله والو مخالفينو فشار زیات شي او راتلونکو شا خوا دوو کلونو پورې به ټولې هغه سیمې بېرته د افغان پوځ تر کنټرول لاندې راولي چې اوس له مخالفینو سره دي.

ښاغلي نېکولسن وويل امريکايي ځواکونه به تر هغه په افغانستان کې پاتې وي چې خپلو موخو ته ورسېږي. امريکايي چارواکو تل ويلي چې په افغانستان کې يې د پاتې کېدو موخه دغه هېواد ته د ټيکاو راوستل دي.

جنرال نېکولسن: له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو بیا کتنه پکار ده

سرگې لاوروف: د امريکا نوې افغان تگلاره "ناکاره" ده

د ټرمپ تګلارې پرسر د پاکستاني بهرنیوچارو وزیر او پخواني سفیر لفظي شخړه

د امريکايي ځواکونو قومندان په خپلو څرگندونو کې له ترهگرۍ سره جگړه کې د پاکستان "قربانيو" ته اشاره وکړه، خو وې ويل په دغه هېواد کې د ترهگرو پټنځي شته چې بايد يې په تړاو خبرې وشي، او په وينا يې امريکا او پاکستان په دې تړاو وار له مخه خبرې پيل کړي دي.

ښاغلي نېکولسن زياته کړه د افغان ځواکونو لا ښه روزنه او هوايي ملاتړ د دوى لومړيتوبونه دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ تېره سې شبنه نوې افغان تگلاره اعلان کړه

جنرال نېکولسن ومنله چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر کمولو پرېکړه مخکې له وخته وه خو ټينگار يې دا و چې "اوس د افغان ځواکونو شمېر شا وخوا ٣٥٠ زرو ته رسېږي او اوس کولاى شي خپله دنده په کم شمېر سلاکارانو او له جگړييزې دندې پرته تر سره کړي."

ښاغلي نېکلوسن د افغان ځانگړو ځواکونو شمېر دوه برابره کېدو ته په اشاره وويل، "د دغو ځواکونو سمې روزنې او د افغان هوايي ځواک پياوړي کېدو سره به زمينه برابره شي چې د ٢٠١٨ او ٢٠١٩ کلونو په اوږدو کې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيول شي".

د امريکايي ځواکونو قومندان ټينگار کوي چې د سولې هر راز خبرې اترې به د افغان حکومت په مشر ۍ ترسره شي او پر طالبانو يې غږ وکړ چې د جگړې له لارې برى نشي ترلاسه کولاى نو ښه به وي چې د سولې خبرو اترو ته مخه کړي.

خو طالبانو وړاندې ويلي چې دوى لپاره د خبرو اترو لورى امريکا ده، او له افغان حکومت سره خبرې نه کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب