افغانستان کې د اختر له رسېدو سره د کنګو ناروغۍ خپرېدو خبرداری

  • ولي ناصر
  • بي‌بي‌سي
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کنګو ناروغۍ د وریزۍ په وسیله له ژویو انسانانو ته لېږدېږي

د هرات د عامی روغتیا چارواکو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د لوی اختر په ورځو کې د کریمه-کنګو ناروغۍ د لا خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ.

کنګو چې د وینې بهوونکې ناروغۍ په نامه پېژندل کېږي، له څارویو څخه د وریزیو یا شینو په مرسته انسانانو ته لېږدېږي.

پر دې سربېره، هغه څاروي چې د کنګو وایروس ولري، له پوستکي، وینې او غوښې سره یې د مستقیم تماس له امله دغه وایروس له څارويو انسانانو ته لېږدېدای شي.

د روغتیاپالانو په خبره، د اوړي په موسم کې د دغه وایروس د لېږدېدو چانس ډېر وي.

د هرات د عامې روغتیا استازی ډاکټر احمد امیرنژاد هغه لارې چارې بیانوي چې د دې ناروغۍ د تيتېدو مخنیوی کولی شي.

ښاغلی امیرنژاد وايي: "د څارویو د ذبحه کولو پر مهال باید د ګڼو کسانو د ورټولېدو مخه ونیول شي. یوازې قصاب یې باید ذبحه کړي او یو کس دې ورسره کومک شي."

د نوموړي په خبره، تر حلالې وروسته باید ژر د څاروي پوستکي بوجۍ کې واچول شي او خوله یې وتړل شي ځکه چې د کنګو ناروغۍ د لېږد ستر عامل د څاروي په پوستکي موجودې ورېزۍ دي.

ښاغلی امیرنژداد زیاتوي، "هغه ځي کې چې د څاروي وینه بهېدلې باید په کلورین ووینځل شي او ټول هغه کسان چې څاروي ذبحه کوي، باید له ماسک او سترګیو (عینکو) کار واخلي."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ورېزیو د لمنځه وړلو لپاره باید پر څارویو او غوجل حشره وژونکي درمل وکارول شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د څارویو د ناروغۍ د مخنیوي څانګې مسوولانو بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، د افغانستان له ۲۵ په زیاتو ولایتونو کې په څارویو کې ددغې ناروغۍ بېلګې موندل شوې دي.

د رسمي شمېرو له مخې د روان کال له پيل راهیسې تراوسه یوازې په هرات ولایت کې په دې ناروغۍ د اخته کېدو ۵۵ پېښې ثبتې شوي او ۱۳ تنه یی له امله مړه شوي دي. خو ډاکټران وایي هر کال د لوی اختر په دویمه اونۍ کې چې د قربانۍ ورځې تېرېږي، د دې پېښو ګراف هم لوړېږی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې په ټول افغانستان کې د کنګو ناروغۍ ۶۶ پېښې ثبتې شوې وې چې ۱۲ کسان یې وژلي وو.

دې ناروغۍ په تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سردرد، سخته تبه، د ملا او بندونو درد، خوابدي، د سترګو سره کېدل، ستوني درند او ستړیا د دې ناروغۍ مهمې نښې دي.

په سختو حالاتو کې د ناروغ له پوزې او د بدن له پوستکي وینه روانېږي.

تراوسه د دې ناروغۍ د درملنې لپاره کوم واکسین نه دی جوړ شوی.

د کنګو ناروغۍ بشپړ نوم Crimean-Congo Haemorrhagic Fever،CCHF دی چې ډېرې بېلګې یې په افریقايي، منځني ختیځ، ختیځه اروپا او جنوبي اسیا کې پېښې شوې دي.