هرات: هوايي برید کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي دي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د هرات ښار یوه څنډه.

دغه برید له شینډنډه په جلا شوې زېر کوه ولسوالۍ کې پرون مازیګر شوی دی. ویل کېږي دغه ناارمه سیمه کې د افغان حکومت ډېر وسله وال مخالفان موجود دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته وویل، د برید هدف د طالبانو د قوماندې مرکز و، خو وايي ولسي خلکو ته هم په کې مرګژوبله اوښتې ده. نوموړی ویلي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي کسان وژل شوي دي.

ښاغلي جیلاني په دغه برید کې طالبانو ته د مرګژوبلې ادعا کړې ده:

"د دوو قومندانانو په ګډون ۱۶ طالبان پکې وژل شوي او ۴ ټپیان دي".

جیلاني فرهاد وايي، د بمبار پر مهال نږدې ۱۹ کسان تښتېدلي چې له طالبانو سره بندیان وو.

خو د سیمې ځینې اوسېدونکو ویلي، د برید پر مهال وسله وال له سیمې وتلي او د بهرنیو ځواکونو الوتکو د طالبانو تشې پوستې په نښه کړې خو په وینا یې تلفات یوازې ملکي کسانو ته واوښتل.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح،

شینډنډ د هرات لویه ولسوالي ده چې په څلورو ولسوالیو وېشل شوې ده.

د بخت اباد کلي اوسېدونکي ډاکټر کمال شینډنډوال بي بي سي ته وویل، طالبان له بمبارۍ مخکې له خپلو مرکزونو وتلي و:

"ماسپښین طالبان له سیمې تلل، هغوی خبر و، چې بمبار پر کېږي هغوی له سیمې ووتل، کله چې الوتکې راغلې هغوی د طالبانو ځای بمبار کړل، چې دوی ترې وتلي و، د خلکو پر کورونو یې هم بمبار پیل کړ".

د نوموړي په خبره، کله چې خلک له یوه کلي بل ته تلل، یو بم پرې وغورځول شو، ۱۶ کسان ووژل شول او ۶ ټپیان شول.

"ښځې او ماشومان دي، سړي پکې نشته"

چارواکي وايي د پېښې د څېړلو لپاره یې سیمې ته پلاوی استولی دی.

وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې برید تېر مازیګر د امریکا بې پیلوته الوتکې کړی او ولسي وګړي یې وژلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images