حکمتیارپه هېواد کې د واک د جلا جلا ټاپوګانو د منځه وړلو غوښتنه وکړه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حکمتیار په هېواد کې د واک د جلا جلا ټاپوګانو د منځه وړلو غوښتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي ګوند یا حزبِ اسلامي مشر د یوه پیاوړي مرکزي حکومت ملاتړ او په هېواد کې د واک د جلا جلا ټاپوګانو د منځه وړلو غوښتنه کړې ده.

ګلبدین حکمتیار له حکومت سره تر پخلا کېدو وروسته په لومړي ځل له بي بي سي سره مرکه درلوده. په دې مرکه کې د افغانستان اوسني حالات، تېرې کورنۍ جګړې، په شمال کې دده په وینا قومي تصفیه او له طالبانو سره د سولې مسالې راغلي دي.

هغه وویل چې د بهرنیو ځواکونو د شتوالي په اړه یې دریځ هماغه پخوانی دی چې باید ووځي، خو ویې ویل چې د ولسمشر ټرمپ په نوې تګلاره کې د جګړې تر څنګ، پر سوله باندې هم ټینګار شته.