کورنیو چارو وزارت: افغانستان کې اختر ته ځانګړي تدبیرونه نیول شوي

د کابل ښار یو شمېر ښاریان وايي په دغه ښار کې وروستیو پېښو او بریدونو سخت اندېښمن کړي دي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل ښار یو شمېر ښاریان وايي په دغه ښار کې وروستیو پېښو او بریدونو سخت اندېښمن کړي دي

زیاتره افغانان په تېره بیا د کابل ښار اوسېدونکي وايي وروستیو بریدونو ته په پام سره د اختر په ورځو کې د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خلکو غواړي چې هوښیار او له پولیسو سره همکار اوسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي د امنیتي پلان له مخې به ثابتې او ګرځنده امنیتي پوستې ډېر شي. ټول جوماتونه، تفریحي ځایونه، لویې لارې او د خلکو د تګ راتګ سیمې به د دوی تر ټینګې څارنې لاندې وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وايي د پولیسو ټولې څانګې د اختر په ورځو کې د تیارسۍ په حال کې دي:

"زموږ ټولو جزوتامونو او قطعو ته د تیارسۍ حالت ورکول شوی دی. ټول به د هېواد د امنیتي ارګانونو سره په ګډه د اخترو ورځو د امنیت ټینګولو لپاره هڅې وکړي. ددې تر څنګ له پېښو سره د مبارزې برخې، د پولیسو روغتیا ریاست، ټرافیک او د غبرګون او ریزف ټولې قطعې تیارې دې، چې خدای مه کړه که کومه ستونزه رامنځ ته کېږي نو دوی پر وخت چټک ګامونه اوچتوي."

د کابل ښار یو شمېر ښاریان وايي په دغه ښار کې وروستیو پېښو او بریدونو سخت اندېښمن کړي دي، او داسې فکر کوي چې اختر به په ارامه تېر نه کړي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له کابل ښاریانو غواړي چې خپل چاپیریال ته پوره پام وکړي او له شکمنو کسانو او یا شیانو سره د مخ کېدو پر وخت له پولیسو سره اړیکې ونیسي. چې پولیس یې په چټکۍ مخنیوی وکړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي که د اختر په شپو ورځو کې څوک د خوښۍ په نوم هوايي ډزې وکړي نو د پولیسو له خوا به ونیول شي او وسله یې هم ترې اخیستل کیږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزارت: د پولیسو ټولې څانګې د اختر په ورځو کې د تیارسۍ په حال کې دي

له هټیوالو هم غوښټل شوي چې د ماشومانو لپاره د پلاستیکي ټوپکو او تومانچو له پېر او پلوره دې ډډه وکړي.

په تېرو اخترونو کې داسې راپورونه موجود وو چې د ماشومانو پلاستیکي تومانچو د لوبو په پایلې کې یواځې په کابل ښار کې لسګونه ماشومان ټپیان شوي وو او آن د خپلو سترګو لید یې هم له لاسه ورکړی وو.

ورته مطالب