جیمز میټیس: افغانستان ته مې د نورو ځواکونو استولو امر لاسلیک کړی

ښاغلي میټیس ومنله چې افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو امر یې لاسلیک کړی دی د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي میټیس ومنله چې افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو امر یې لاسلیک کړی دی

د امریکا د دفاع وزیر جیمز میټیس ویلي، چې افغانستان ته یې د نورو ځواکونو د استولو امر لاسلیک کړی دی. هغه د دغو سرتېرو شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به افغانستان ته ورسېږي.

دا ګام د افغانستان په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې تګلارې له مخې پورته شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت وړمه ورځ ومنله، چې په افغانستان کې ۱۱ زره امریکايي پوځیان وار له مخه شته، چې دغه شمېره د پخوانیو ډاګیزونو پرتله څو زره لوړه ده.

واشنګټن کې د بي بي سي خبریال جاوید کوټوال په خپل رپوټ کې ویلي، له خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي میټیس ومنله چې افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو امر یې لاسلیک کړی دی، خو نوموړی د سرتېرو د شمېر په اړه و نه غږېد.

د هغه په وینا د کانګرېس غړو ته د جزیاتو له ورکولو مخکې یې له رسنیو سره نه شریکوي.

افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو کره شمېره څومره ده؟

ډونلډ ټرمپ: افغانستان کې ګډوډي په میراث را پاتې ده

"امریکا پر پاکستان د جزايي لارو په لټه ده"

که څه هم ښاغلي میټیس د استول کېدونکو سرتېرو کره شمېره څرګنده نه کړه، خو د ولسمشر ټرمپ ادارې یو شمېر چارواکو لا د مخه ویلي دي، چې د نوې ستراتيژۍ په ترڅ کې به شاوخوا څلور زره نوي پوځیان افغانستان ته استول کېږي.

د دفاع وزارت چارواکو ویلي دي، چې د دغو پوځیانو له استولو وروسته به امریکايي پوځ د دې جوګه شي، چې د افغان ځانګړو ځواکونو روزنه د دوی په پوځي غونډونو کې تر سره کړي او د اړتیا په صورت کې له امریکايي هوايي ځواکه مرسته وغواړي.

ښاغلي میټیس وویل، چې په لویه کې د دغې پرېکړې موخه دا ده، چې افغان ځواکونه په اغېزمنه توګه د جګړې وړتیا ومومي او دا چې دغو پوځیانو کې د جنګیالیو تر څنګ ګڼ سلاکاران هم شامل دي.

جیمز میټیس ټینګار وکړ، چې افغان ځواکونه به لا هم د جګړې مشري په لاس کې لري او دا چې امریکايي ځواکونه به د دوی د ملاتړ رول لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا تېره ورځ ومنله چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له پخوانیو اټکلونو او څرګندونو ډېر دی.

د امریکايي پوځ یو شمېر سرچینو ویلي دوی دا هم غواړي چې افغانستان کې خپل یو شمېر ځواکونه له سره منظم کړي، تر څو د دوی په وینا نوی ماموریت تر سره کړي.

پینټاګان د نویو پوځیانو استولو اعلان یوازې یوه ورځ وروسته له هغې کوي، چې دغه وزارت ومنله چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له پخوانیو اټکلونو او څرګندونو ډېر دی، چې شاوخوا ۱۱ زره کسانو ته رسېږي.

ورته مطالب