د کابل نجونو کې د خال وهلو ډېرېدونکی دود

Image caption سینګره چې ۹۹ سلنه پېریدونکې یې نجونې دي

یوه ځوانه نجلۍ د اتینا په نوم یوې سینګرې یا سینګارونکې ته ناسته ده چې د یوې بریښنایي الې او ګڼو ستنو په مټ دغې نجلۍ ته په غاړه دوه مرغۍ چې ښکاري وزرې یې الوت ته خورې کړې، انځوروي.

هغه نقاشي چې پر بدن به یې د ډېرې مودې لپاره پاتې شي.

نجلۍ راته ونه ویل چې ولې په خپله غاړه د دغې مرغۍ انځور وهي.

خو سینګره اتینا وايي، ډیری نجونې دا کار د خپل شوق او خپلو د خوښې وړ کسانو ته د مینې ښکاره کولو په پار کوي.

"ځیني د زړه نقش غواړي ځینې د یو چا نوم چې ورته ګران وي لیکي ډیرې نجونې بیا په ټول لاس د خپل پلار مور نوم لیکي"

* افغان غر ختونکې نجونې

* ګيتار زده کوونکې افغان نجونې

اتینا زیاتوي چې په تېرو دوه کلونو کې یې تر پنځه سوه ډیرو نجونو او میرمنو ته خالونه وهلي چې د دې په وینا ډیرې یې پیغلې دي.

" ۹۹ سلنه پېریدونکې مو ځوانې نجونې دي خو په منځ کې یې بیا په عمر پخې ښځې هم راځي چې ټټو يا خالونه غواړي د هلکانو له خوا موږ ته ډیر وړاندیزونه کیږي چې دغه ډول یو ځای هغوی ته هم جوړ کړو"

اتینا سره څنګ کې د هغې خور هم کار کوي، دواړو د ټټو او خالونو وهلو په برخه کې له افغانستانه بهر زدکړې کړې دي.

دوی وايي یوه موده یې په ایران او عربستان کې هم کار کړی دی.

پښېمانه نجونې

ر
Image caption دا خالونه په شا، غاړه، څټ او لاسونو وهل کېږي.

خو یو شمېر نجونې دغه وهلي خالونه پا بېرته ړنګوي.

د دوی له ډلې یوه شکیلا ده چې په غاړه یې درې ستوري کاږلي. اوس سېنګار خونې ته راغلې چې بېرته یې پاک کړي.

"خوښ مې شو او لیواله وم چې په غاړه مې خال ووهم، درې ستوري مې ووهل یو مې مور بل مې پلار دریم ستوری مې ورور و خو اوس یې بیرته پاکوم "

پخوا خال وهل د کلیوالو نجونو او میرمنو تر منځ ډیر دود و .د ډول او سینګار مهمه برخه یې ګڼله.

له همدې امله یو شمېر شاعرانو او لیکوالو هم ددوی دغه سینګار او ډول ستایلی دی او په ادب او شعر کې یې بار بار یادونه او ستاینه شوې.

پخوا به ښځو خالونه د جامو ګنډولو په ستنه یوازې په زنه او تندي وهل.

خو اوسني یې د بدن په بېلابېلو برخو وهل کیږي.

۵۱ کلنه اسما چې شپاړس کلنۍ کې یې په تندي شین رنګی خال وهلی لا یې هم په تندي ښکاري.

وایي هغه مهال یې د خال وهلو له امله ډیر درد زغملی:

"کبله او سکاره به مو سره ټکول بیا به مو په ستنې خالونه وهل"

اوس سینګرې د خالونو یا ټټو وهلو ځای د درملو په مرسته بې هوښه کوي او بیا پرې خال یا ټټو وهي.

د دوی په وینا، په دې سره د خال وهلو پروخت هېڅ درد نه احساسیږي.

د روغتیا وزارت څه وايي؟

Image caption ټټو د ښه فال په پار وهل کېږي

د افغانستان روغتیا وزارت وایي، د دوی د ارزونې ډلې په منظم ډول د ټټو وهونکو کارونه څاري.

دوی وايي، که دا کار په سمه توګه ونه شي د ګڼو ناروغیو لامل کیږي؛ لکه زیړی او داسې نور.

ټټو یا تل پاتې نقشونه له پخوا راهیسې د اروپايي او امریکايي ځوانانو ترمنځ دود دي.

خو په افغانستان کې دا کار نوی دی.

ځینې له دې کار سره لېوالتیا لري او یو شمېر نور بیا ورته په ښه سترګه نه ګوري.

سینګارونکې وایي هڅه کوي د ټټو نوې بڼې افغانستان ته راوړي او خپلو مشتریانو ته یی وړاندې کړي.

اړونده مطالب