کابل کې تښتول شوې فنلنډۍ ښځه خوشې شوې

  • اسدالله لودین
  • بي بي سي کابل
افغانستان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

افغان حکومت که څه هم څو ځله د برمته نیوونکو ډلې نیولې، خو لا هم کابل کې په خاص ډول د بهرنیانو تښتول کېدو خطر پر ځای پاتې دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، کابل کې تښتول شوې فنلنډۍ ښځه یې ځانګړو عملیاتو کې راخوشې کړې او د خپل هېواد چارواکو ته یې سپارلې ده. دوی داسې څه نه دي ویلي، چې دغه مېرمن کومې ډلې تښتولې وه او څه ډول یې بیرته وژغورله.

د دغه ریاست یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، کله یې چې معلومات بشپړ شي، جزیات به یې له رسنیو سره شریک شي.

نژدې څلور میاشتې وړاندې د می میاشتې پر۲۱مه نېټه یوې ډلې وسله والو کابل کې د بهرنیو پر یوه میلمستون چې د سویډن یوې خیریه موسسې اړوند و، برید وکړ چې په کې یې یوه جرمنۍ ښځه او یو افغان ساتونکی ووژل او دغه فنلندۍ ښځه یې وتښتوله.

هغه مهال کومې ډلې د دغه برید ادعا و نه کړه او وسله والو طالبانو هم ویلي و، چې دوی دغې پیښه کې لاس نه لري. اوس د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت هم پر خپله ټویټر پاڼه تایید کړې، چې افغانستان کې د دغه هېواد یوه تبع ښځه خوشې شوې او روغه رمټه ده.

په کابل ښار کې له دې وړاندې هم بهرنيان تښتول شوي چې د ځینو په هکله وسله والو طالبانو ویلي و، دوی تښتولي، خو ځینې نور بیا د داسې کسانو لخوا تښتول شوي چې په کومې مخالفې ډلې پورې تړاو نه لري.

افغان حکومت که څه هم څو ځله د برمته نیوونکو ډلې نیولې دي، خو لا هم کابل کې په خاص ډول د بهرنیانو تښتول کېدو خطر پر ځای پاتې دی.