"د نثر پاچا " سعدالدین شپون لغمان کې خاورو ته وسپارل شو
- عصمت بهیر
- بي بي سي کابل

د عکس سرچینه، لغمان رسنیز مرکز
د اطلاعانو کلتور سرپرست ارواښاد شپون د نثر پاچا وباله.
د افغانستان د نامتو لیکوال او خبریال سعدالدین شپون جنازه د ځانګړو مراسمو له مخې په لغمان ولایت کې خاورو ته وسپارل شوه.
ارواښاد شپون په ژوند وصیت کړی و، چې د قرغیو ولسوالۍ په سرخکان کې یې د تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ د مزار تر څنګ خاورو ته وسپاري.
د ارواښاد شپون د جنازې په مراسمو کې د نوموړي د کورنۍ پر غړو او خپلوانو سربېره لوړپوړو دولتي چارواکو، ګڼو فرهنګیانو او پوهنتوني استادانو ګډون کړی و.
د جنازي مراسمو کې د ولسمشر پیغام د هغه د فرهنګي سلاکار استاد اسد الله غضنفر ولوست چې پکې د ارواښاد شپون کورنۍ ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې شوي او پښتو ادب او فرهنګ ته د استاد شپون د کړو هلو ځلو یادونه شوې وه.
د نثر پاچا

د عکس سرچینه، لغمان رسنیز مرکز
د ارواښاد شپون جنازه کې لیکوالو او چارواکو ګډون کړی و.
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست پوهاند رسول باوري نوموړی د تل پاتې اثارو لیکوال وباله.
د نوموړي خبره، د استاد شپون ټول کتابونه دا هنري زور لري چې په ټولنه کې تلپاتي شي.
پوهاند رسول باوري وویل، استاد شپون به تل ځوانانو هڅول چې نثر ولیکي ځکه دی په دې باور و، چې نثر ولسونو ته زموږ افکار ښه لېږدولی شي:
"لیکوالو استاد شپون ته د نثر د پاچا لقب ور کړی و".
د ټولنیز درد انځورګر

د عکس سرچینه، .
ارواښاد شپون د ځانګړی سبک لیکوال دی.
افغان لیکوال نجیب منلي ارواښاد سعدالدین شپون د ځانګړي سبک خاوند وباله چې په وینا یې تشه به یې په پښتو ادب کې تر ډېره ډکه نشي.
د هغه په خبره، سعدالدین شپون په ادبي لحاظ د یوه ځانګړي سبک خاوند و:
"هغه څه چې ده لیکلي دي، د دې ټولنې دردونه دي. د دې ټولنې یو انځور دی".
نوموړی زیاتوي، د استاد شپون د لیکوالۍ یوه ستره ځانګړنه د ده د مشاهدې دقت دی:
"واقعیتونه ډېر په دقت سره ګوري او همغسې یې انځوروي، استاد شپون د ژبې په استعمال کې ډېر پوخ او دقیق قلم چلوي نو په دې خاطر فکر کوم چې د افغانستان ادبياتو په ډګر کې به تر ډېر وخت د ده ځای ډک نه شي".
زوکړه او زدکړه

د عکس سرچینه، لغمان رسنیز مرکز
شپون کندوز کې زېږېدلی و، خو وصیت یې کړی و، چې لغمان کې د تاریخپوه حسن کاکړ له مزار سره نږدې خاورو ته وسپارل شي.
استاد سعدالدین شپون په ۱۳۱۲ کال کې د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې زيږيدلی و.
لومړنۍ زدکړې یې په کندز کې وکړې او د لیسې یې زدکړې یې د کابل حبیبه لیسې بشپړې کړې.
په ۱۳۳۹ کال کې د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو او بیا یې د ادبي کره کتني په برخه کې په امریکا کې ماسټري وکړه.
ارواښاد شپون پر شعري ټولګه پرخه په ترخه سربېره د بنګي غاړه، ګټیالی، شین ټاغی، د سمڅې یاران، ښایستو، و نه و یو شپون و، د مچۍ ځاله او نور اثار یې لیکلي دي.
سعدالدین شپون پنځه ورځې مخکې(۱۳۹۶- وږی، ۱۹) د ورپېښې ناروغۍ له کبله د امریکا په ویرجینیا الایت کې د ۸۴ کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

په امریکا کې هم د ارواښاد شپون جنازه شوې وه.