تورخم دروازه بېرته پرانيستل شوه

تورخم لاره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ډيورنډ پر جنجالي کرښې ډېر ځله د تگ راتگ لارې په بېلابېلو پلمو تړل کېږي

د تورخم دروازه چې نژدې ٢٥ ساعتونو لپاره تړل شوې وه بېرته پرانيستل شوه. دغه دروازه پرون له هغه وروسته وتړل شوه چې په تورخم کې پاکستاني لوري ته یوې چاودنې د پاکستاني سرحدي سرتېرو په ګډون یو شمېر کسان ټپيان کړل.

د ننګرهار ولایتي ادارې وياند عطاءالله خوږياڼي بي بي سي ته وويل "هلته د شوې پېښې د څېړنې او پلټنې په موخه پاکستاني ځواکونو دا لار د مساپرو او ترانزیت پر مخ تړلې وه او په سيمه کې د دواړو اړخواوو د استازو له ناستې وروسته نن د ورځې په دوه نيمو بجو بېرته خلاصه شوه."

د لارې له تړل کېدو وروسته سلګونه افغانان د دروازې دواړو غاړو ته ایسار پاتې وو. ګڼو خلکو چې په کې ناروغان هم وو، په دې تمه چې له دې غاړې خېبرپښتونخوا او له هغې غاړې ننګرهار ته را ستانه شي، په توده هوا کې شپه تېره کړه.

خو د والي وياند وايي د کرښې په افغان غاړه کې يې مساپرو ته د شپې تېرولو مناسب ځای برابر کړى و.

بل لور ته یو موټر چلوونکی چې ضمد نومېږي وايي، د لارې په تړل کېدو ګڼو خلکو له کړاوه ډکې شېبې تېرې کړې.

"پرون ما وليدل چې ګڼ خلک له دروازې هاخوا او ديخوا ایسار پاتې وو، زه هم تر ناوخته په دې تمه وم چې لار به پرانيستل شي، خو لاره تړلې پاتې شوه، زه چې شپې راتلم، ګڼ ناروغان مې وليدل په دې تمه چې لار به پرانستل شي، انتظار و. موږ هم له هغه اړخه تش راغلو، بیا سهار بېرته لاړم نه، ځکه له دې لوري سپرلۍ نه وه او دروازه له غرمې وروسته پرانستل شوه. "

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح،

د لارې له تړل کېدو وروسته سلګونه افغانان د دروازې دواړو غاړو ته بند پآتې وو

یوشمېر پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د امنيتي چارواکو له قوله ادعا کړې چې بم یوه مشکوک افغان سړي پاکستاني ځواکونو ته ورغورځولى و.

د دغې چاودنې په اړه کومې ډلې د مسوولیت منلو خبره نه ده کړې.

د ډيورنډ پر جنجالي کرښې ډېر ځله د تگ راتگ لارې په بېلابېلو پلمو تړل کېږي چې د سوداګرو په ګډون د دواړو غاړو خلکو ته سرخوږی جوړوي.