افغان ولسمشر له ترکمنستان د نیویارک په لور ځي

د انځور حقوق ارګ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نن مازیګر له ترکمنستان د امریکا په لور خوځېږي.

ولسمشر غني نن په ترکمنستان کې د سرپټو لوبو سیالیو پرانیست غونډه کې د ګډون لپاره له یوه لوړپوړي پلاوي سره عشق اباد ته لاړ.

په دغو اسیايي سیالیو کې له پنځوسو د ډېرو هېوادونو لوبډلې ګډون کوي.

* روان کال د افغان ولسمشر پروړاندې ننګونې

* د ترکمنستان لوبو کې ګډونکونکو لوبغاړو ته ۳۸ میلیونه افغانۍ

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني د ترکمنستان او تاجکستان له ولسمشرانو( قربانقلي بیردي محمدودف او امام علي رحمان ) سره پر خپلمنځي اړیکو لیدنه لري.

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نن مازیګر له ترکمنستان د امریکا متحده ایالتونو کې نیویارک ښار ته روانېږي.

د مګرو ملتونو کلنۍ غونډه یا سرمشریزه د سې شنبې په ورځ پیلېږي.

ویل کېږي اشرف غني به راتلونکې چهارشنبه دې غونډې ته وینا وکړي.

د انځور حقوق ارګ
Image caption ولسمشر غني په عشق اباد کې.

د ولسمشر یو ویاند نجیب ازاد بي بي سي ته وویل، اشرف غني به د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په اوږدو کې د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره دوه اړخیزې لیدنې ولري.

ټاکلې ده اشرف غني له امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ سره هم پر خپلمنځي اړیکو جلا لیدنه ولري.

دا لیدنه به په داسې مهال وي چې ښاغلي ټرمپ تېر اګسټ کې د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او نورو لوړپوړي چارواکي شته دي.