"کابل کې د ځمکې لاندې اوبو ناسم کارول لوی ګواښ دی"

افغانستان د انځور حقوق MEW
Image caption ښاغلي عثماني خبرداری ورکړ که د ځمکې لاندې له اوبو په ناسمه ډول ګټې اخیستنې ته دوام ورکړل شي نو تر راتلونکو پنځو کلونو به په دې تړاو ناورین پیل شي.

د افغانستان اوبو او انرژۍ وزیر وایي که د کابل خلک په ناسم ډول تر ځمکې لاندې اوبو څخه ګټې اخیستلو ته دوام ورکړي، دغه ښار به تر راتلونکو پنځو کلونو د بدو چاپیریالي اغېزو شاهد وي.

علی احمد عثماني چې په کابل کې د څښاک اوبو د کیفیت او اندازې غونډې ته خبرې کولې وویل، دا مهال تر ځمکې لاندې اوبو د ګټې اخیستلو کچه تر هغه لوړه ده چې هر کال زېرمه کېږي.

په همدې حال کې کارپوهان ګواښنه کوي چې تر ځمکې لاندې اوبو کمېدل هم ددې لامل کېدای شي چې نور تر ځمکې لاندې اوبه زېرمه نه شي.

د کابل لوېدیځه سیمه کې چې ښه پاکه هوا او پرېمانه اوبه یې د خلکو ترمنځ مشهوره سیمه وه. خو اوس د دغې سیمې خلک د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي آن تر دې چې د زیاتره کورونو کوهیان وچ شوي.

یو شمېر خلک مجبوره شوي چې د خپلو کورونو کوهیان نور هم ژور وکیني خو ځينې نورو بیا سطلونه او بوشکې په لاسونو کې نیولي او له خپلو ګاونډیانو اوبه غواړي.

دغې موضوع افغان حکومت هم اندېښمن کړی دی. نن هغه وزارتونه او ادارې چې په دې برخې کې کار کوي سره راټول شوي وو او د کابل تر ځمکې لاندې اوبو د کیفیت او اندازې سربېره یې د حالت د ښه کېدو په اړه نظرونه سره شریک کړل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان چاپېريال ساتنې اداره وايي، د پراخې ککړتيا له امله د افغان پلازمېنې کابل ځينو برخو کې اوبه د څښاک نه دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د ځمکې لاندې له اوبو د بې سارې ګټې اخیستنې په تړاو خپله اندېښنه وښوده.

هغه وویل:"هر کال تر ځمکې لاندې اوبو کې ۲۹ میلیونه مترمکعبه اوبه د اورښتونو له لارې زېرمو ته ورځي. خو موږ ۳۲ میلیونه مترکعبه اوبه کاروو".

د ډېرو وګړو راټولېدل، پرلپسې وچکالۍ، د واورو او باران کمېدل، کرنیزې ځمکې د استوګنې په سیمو بدلېدل، د کانالیزسیون نه شتون او د شنو سیمو محدودیت د تر ځمکې لاندې اوبو د کمېدو اصلي لاملونه په ګوته شوي دي.

خو ښاغلي عثماني خبرداری ورکړ که د ځمکې لاندې له اوبو په ناسمه ډول ګټې اخیستنې ته دوام ورکړل شي نو تر راتلونکو پنځو کلونو به په دې تړاو ناورین پیل شي.

هغه وویل:"ناورین همدا اوس روان دی خو پنځه کاله وروسته به ډېر جدي شي او زموږ وېره دا ده چې د چاپېریال او اوسېدو په چارو به اغېز وکړي چې تر دې دمه نه وو ورسره مخ شوي او یوازې د اوبو له کمښت سره مخ وو. که موږ د اوبو له کاسې تر ۴۰ سلنې ډېره ګټه اوچته کړو د اوبو ظرف له منځه ځي. ځمکه کښېني او اوبه بیا ځمکې ته نه ننوځي. او بیا به موږ تر ځمکې لاندې اوبه ونه لرو".

کارپوهان هم خبرداری ورکوي که تر ځمکې لاندې اوبو زیرمې او کاسې تشې شي نو کېدای شي ځای یې لاندې ولوېږي او نور هلته اوبه زیرمه نه شي.

تر ځمکې لاندې اوبو کارپوه محمد نعیم توخی په دې اړه وویل:"هغه شمېرې چې موږ د ۲۰۰۵څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې ترلاسه کړي ښيي چې تر ځمکې لاندې اوبو کچه له یوه تر ۲۲ مترو ښکته لوېدلې ده. دا چاره تر ډېره د کابل په لوېدیځ او شمال د خیرخانې مېنې په سیمو کې لیدل شوې. خو د بګرامیو او د ښار په منځنیو برخو کې دا شمېرې ټیټې دي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوسمهال افغان حکومت د پلازمېنې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي لپاره ځانګړې او مناسبه حل لار نه ده وړاندې کړې،

د افغانستان چاپېریال ساتنې اداره وايي د خطر دا زنګ یې لس کاله مخکې د حکومتي مسؤلینو غوږونو ته رسولی وو. د دغې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وايي:"په نننۍ ناسته کې د اړوندو وزارتونو او ادارو له خوا د حل لارو وړاندیزونه هم وشول. د کرنې او اوبه خور لپاره د تر ځمکې لاندې اوبو ګټه نه اخیستل، تر ځمکې لاندې د اوبو مصنوعي بندونو جوړول، د باران اوبو زېرمه کول او د کابل شاوخوا سیندونو څخه ښار ته د اوبو لېږدول د مهمو وړاندیزونو له جملې وو".

په افغانستان کې تر ځمکې لاندې اوبه د حکومت شتمني ګڼل کېږي خو په وروستیو څو کلونو کې خلکو پر خپلو ځمکو او کورونو کې په خپلسري ډول ژور کوهیان اېستلي دي.

یو شمېر فرصت طلبه انسانانو د ځمکې لاندې اوبو لپاره سترې زېرمې جوړې کړي او پر بې وزله خلکو یې په لوړ قیمت پلوري.

د افغانستان د ښار جوړولو وزارت د اوبو رسولو چارو مشر ریاض درمل وايي زیاتره دغو کسان یا شرکتونه قانوني اجازه لیک هم نه لري.

په دغه کنفرانس کې هم وویل شول چې د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو کیفیت ښه نه دی، صحي او د ګټې اخیستنې وړ نه دي.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسؤلینو څه موده وړاندې بي بي سي ته ویلي وو چې د کابل ښار شاوخوا ۷۰ سلنه تر ځمکې لاندې اوبه ناپاکې او د څښاک وړ نه دي.

مسؤلینو دا هم ویلي وو چې د پلازمینې کابل تر ځمکې لاندې اوبه تر ډېره په کیمیاوي موادو او بکتریاو ککړې دي، چې د ډاکترانو په وینا د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.