سیاف: حکومت باید د فحشا او هنر تر منځ څرګنده کرښه راکاږي

عبدالرب الرسول سیاف د انځور حقوق Getty Images
Image caption عبدالرب الرسول سیاف وايي حکومت باید د فحشا او هنر منځ کرښه واضح کړي

د اتحاد اسلامي ګوند مشر عبدالرب الرسول سیاف پر افغان حکومت سختې نیوکه کړې، چې ګواکې د اسلامي ارزښتونو په اړه بې تفاوتي کوي. نوموړي د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د شپږم تلین په مناسبت مراسمو کې دغه څرګندونې کړې دي.

برهان الدین رباني چې د سولې عالي شورا مشر و، کابل کې د یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی و. ښاغلی سیاف وویل:

''که طالبانو اسلام ته د ظلم، وحشت او دهشت له لارې زیان رسولی دی، موږ فسق، فساد، رشوت، غلا، چور چپاول او فحشا له لارې دین ته زیان رسولی دی. اسلام خوارکی د ژرندې دوو پلونو تر منځ د اوړو په څېر شوی. ''

نوموړي په ځانګړې توګه له حکومته غوښتي، چې اساسي قانون په رڼا کې د 'هنر او فحشا تر منځ څرګنده کرښه وکاږي ' نوموړي ویلي:

''دغه پوله د دغو دواړو تر منځ نه شته. موږ هنر پېژنو. په عربي ژبه یې فن بولي. مسلمانان د رسامۍ، نقاشۍ، خطاطۍ په څېر فنونو کې ماهر ول، نن یوه نیمه بربنډه ښځه د دریځ پر سر ناڅي او دا د هنر په نوم تېروي. موږ د دغسې هنر منکران یو. اسلام دا نه مني ''

د ښاغلي سیاف دغه خبرې داسې مهال کړې، چې دا وروستیو کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د نویېمې کلیزې په مناسبت د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت مشهورې سندرغاړې اریانا سعید ته 'د افغانستان اواز مېرمن ' لقب ورکړی دی.

سیاف: طالبان باید د ملاعمر له مرګ نه پند واخلي

د اریانا سعید کنسرت کېږي، خو ځای یې بدل شوی دی

اریانا سعید: لنډ فکره خلک د بچه بازۍ پرځای زما پر جامو نیوکه کوي

له دې مخکې د کابل لوبغالي کې د اریانا سعید د سندرو کنسرت د علماوو شورا له مخالفتونو او امنیتي اندېښنو له کبله لغو شوی و. بل لور ته په سمنګان ولایت کې دا وروستیو کې یوه میله چې ټاکل شوې وه، ښځینه سندرغاړې به هم په کې ګډون کوي، د ځايي دیني عالمانو له مخالفتونو وروسته لغو شوې وه.

ښاغلي سیاف مراسیمو ته وینا کې وویل، محمد اشرف غني د کار پیل کې ویلي و، له حضرت ابوبکر نه الهام اخلي، پر همدې بنسټ باید د مسوولیت احساس وکړي. نوموړي زیاته کړه:

''اوس وینو چې دین له هر لوري بیاتي کېږي، اخلاق بیاتي کېږي. سود چې له خدای او رسول سره یې د ښمني ده، زموږ ټولو بانکونو کې شته او فحشا چې د ټولنې لپاره تباه کونکې ده، له اجازې او وره ټکولو پرته زموږ هر کور ته د ټلویزیون له لارې ننوځي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له دې مخکې د کابل لوبغالي کې د اریانا سعید د سندرو کنسرت د علماوو شورا له مخالفتونو او امنیتي اندېښنو له کبله لغو شوی و.

اړونده مطالب