عبدالله او مودي: پر پاکستان ډېر فشار اچول پکار دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عبدالله عبدالله او نرېندر مودي.

د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله هند ته په دوه ورځني سفر کې د دغه هېواد له لومړي وزیر نرېندر مودي سره ولیدل.

ښاغلي عبدالله له مودي سره د پنجشنبې ورځې لیدنه کې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي په سیمه کې د امنیت ټینګولو او له وسلوالو سره د مبارزې لپاره نوی چانس وباله.

هغه ټینګار وکړ چې په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې د خوندي پټنځیو د له منځه وړلو لپاره باید پر پاکستان اړین فشار واچول شي.

ښاغلي مودي هم د امریکا له نوې ستراتیژۍ او له "ترهګرۍ" سره د مبارزې لپاره د دغه هېواد د حکومت د "قاطعیت" او په پاکستان کې د "ترهګرو" د پټنځو د له منځه وړلو ملاتړ وکړ

د هند لومړي وزیر هیله وښوده چې د امریکا نوې ستراتیژي به "د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو" پلانونه شنډ کړي او په افغانستان کې به سولې او ټیکاو ته لار برابره کړي.

پاکستان تل دا ډول ادعاوې ردوي او وايي، په دغه هېواد کې د وسلوالو خوندي پټنځي نشته.

یوه میاشت وړاندې د امریکا ولسمشر د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ په اعلانولو کې وویل، چې واشنګټن نور په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو په څېر ډلو پر شتوالي چوپ پاتېدلی نه شي.

هغه له هند وغوښتل چې په افغان کشاله کې خپل رول ډېر کړي.

د پاکستان لومړي وزیر تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا په ناسته کې وویل، چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې د هند سیاسي او پوځي رول وضعیت نور هم خرابوي او کومه ستونزه نه اواروي.

شاهد خاقان عباسي زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د هند اقتصادي رول په نوي ډېلي پورې تړلی دی.