فکرلارې: افغانستان کې د انلاين لوړو زده کړو پر وړاندې خنډونه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکرلارې: افغانستان کې د انلاين لوړو زده کړو پر وړاندې خنډونه

په افغانستان کې د لوړو زده کړو وزارت وايي، په دغه هېواد کې یې د انلاین له لارې د زده کړو تنظیم لپاره نوې لایحه جوړه کړې. پخوا داسې شکایتونه وو چې د لوړو زده کړو وزارت د هغو کسانو اسناد نه مني چې د انلاین له لارې له بهرنیو پوهنتونونو تر لاسه کړې دي.

خو دا چې په افغانستان کې له دغه ډول زده کړو سره څومره خلک اشنا دي او پر وړاندې یې ننګونې کومې دي، د فکرلارې پروګرام پر همدې موضوعاتو بحث کړی.

د دې بحث مېلمانه د لوړو زده کړو وزارت د پرمختیايي پروګرامونو مشر زبیر صدیقی، بسم الله مومند چې خپله یې هم د انلاین له لارې د بریتانیا له پوهنتونه زده کړې کړي او په لندن کې دافغان ټولنې غړې پلوشه لطیف دي.

دا پروګرام حفیظ الله معروف جوړ کړی او نجیبه لیمه یې وړاندې کوي.

اړونده مطالب