افغانستان کې د داعش او سولې په هکله د حامد کرزي دوه پوښتنې

د انځور حقوق AFP

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي پوښتي چې افغانستان کې د امریکا پوځ او څارګر شته، نو څنګه په دغه هېواد کې داعش په تېرو څو کلونو کې پیدا او ځواکمن شو؟

هغه دا خبره له ار ټي سره ځانګړې مرکه کې کړې ده.

په دې مرکه کې حامد کرزی دا پوښتنه هم کوي چې افغانستان ته د امریکا په راتللو سره ولې په دغه هېواد کې توندلاري او تاوتریخوالی ډېر شو؟

"امریکا خو افغانستان ته د امن او سولې ټینګولو لپاره راغلې وه، خو اوس افغانستان ډېر ناامن او بې ټیکاو دی، ولې؟ موږ په دي تړاو خبرې کول غواړو".

* د هغه امریکايي نوم څرګند شو چې حامد کرزی یې ژغورلی و

* کرزی: د جګړې خصوصي کول جګړه اوږدوي او خپلسري زیاتوي

هغه دا هم وویل، دا خبره سمه ده چې بمباري، د افغانانو وژل او لوټل، بندي کول او وېرول ګټه نه لري.

"تېرو څو کلونو کې اسلامي دولت افغانستان کې پیدا شو، دلته چې د امریکا پوځ او څارګرې ادارې شته، نو داسې څنګه وشول؟ موږ د دې پوښتنې حق لرو".

کله چې حامد کرزی وپوښتل شو، ستاسو په اند اسلامي دولت ته په افغانستان کې د امریکا له پوځي اډو وسله ور کول کېږي، نو ځواب یې و، بلکل.

"ماته خلک راځي او وايي، له کومې نښې پرته په وسله بار چورلکې کېني او دا په یوه ځانګړې سیمه کې نه کېږي، بلکې ټول افغانستان کې روان دي".

د انځور حقوق AFP

د هغه په خبره، د امریکايي چارواکو دا حال دی چې کله د دغه هېواد دفاع وزیر جېمز متیس افغانستان ته راغی، نو کابل هوايي ډګر هم خوندي پاتې نه شو.

له دې مخکې پخواني افغان ولسمشر له بي بي سي سره مرکه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ستراتیژۍ هم نیوکې درلودې.

* امريکا ولې په افغانستان کې پاتې راغلې؟

* کرزی وايي، د امریکا نوې پالیسۍ کې د نورې جګړې نښې ویني

حامد کرزي ویل چې دا ستراتیژي د افغانستان او سیمې لپاره د سولې پیغام نه لري، ځکه په دې کې د سولې په هکله کومه خبره نه ده شوې.

نوموړي په افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ او د وسلوالو د پټنځیو په هکله خبرو کې وویل، چې امریکا دا کار اول ځل نه دی کړی.

"زه دا غواړم چې افغانستان او پاکستان خپلو کې د دوو وروڼو په څېر سره کېني او له پاکستان هیله لرم چې اوس په دې ټولو مسلو پوه شوی وی او افغانستان ته د ملګرتیا او همکارۍ لاس ور کړي".

د انځور حقوق AFP
Image caption حامد کرزی وايي، د ډونلډ ټرمپ افغان ستراتیژي کې د سولې کوم پیغام نشته.

افغان مشرتابه پاکستان کې د وسلوالو د پټنځیو پرضد د امریکا ګامونه غواړي، حامد کرزی دا د پاکستان پرضد پوځي ګان نه بولي:

"نه داسې نه ده موږ کله هم نه دي ویلي چې د پاکستان پرضد دې پوځي ګام پورته شي، داسې موږ نه غواړي".

"موږ له پاکستان سره ملګرتیا غواړو، خو پاکستان ته هم پکار دي له افغانستان سره د باعزته او خپلواک هېواد په څېر چلند وکړي".