له حامد کرزي سره ځانګړې مرکه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له حامد کرزي سره ځانګړې مرکه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان لپاره د امريکا د نوي ستراتيژۍ د څېړلو او د افغانستان لپاره يې، د ده په وينا، د ګټو او تاوانونو د ارزولو لپاره يوه لويه جرګه را وغواړي.

ښاغلي کرزي له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې ټينګار کړي چې د افغانستان او سيمې حالات ډېر پېچلي شوي او د لويو پرېکړو او له روان بحران څخه د هېواد د را ایستلو لپاره يوې ملي مشورې او پراخ بحث ته اړتيا شته.

"زه پر حکومت باندې ږغ کوم چې حکومت دې لويه جرګه راوغواړي او د امريکا پر ستراتيژۍ او د سيمې پر اوضاع دې يوه مطالعه وکړي او د افغانانو د تصميم له لارې دې بيا اقدامات وکړي"

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نژدې دوې مياشتې مخکې د افغانستان او سيمې لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه چې له مخې يې په افغانستان کې د امريکا او نورو بهرنيو پوځيانو شمېر ډېرېږي.

امريکايي چارواکو له پاکستان څخه هم غوښتي چې په خپله خاوره کې د اورپکو پټنځايونه ختم کړي-خو له بلې خوا يې د پاکستان سيال هندوستان هڅولی چې د افغانستان په پرمختګ کې خپله ونډه نوره هم ډېره کړي.

که څه هم د افغانستان حکومت او هندوستان د امريکا د دې نوې ستراتيژۍ هرکلی او ملاتړ کړی خو د سيمې نورو هېوادونو لکه روسيې، چين، ايران او پاکستان په دې اړه اندېښنې په ډاګه کړې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې ستراتيژۍ مخالفت کړی او دليل وړاندې کوي چې دغه ستراتيژي به په افغانستان کې جنګ نور ډېرکړي او د ده په وينا افغانستان به د سيمې هېوادنو د سياليو ډګر او د پرديو د جګړو مرکز وګرځوي.

"دا د افغانستان لپاره د سولې ستراتيژي نه ده- دا په سيمه کې د جنګ ډېرولو، د غځولو ستراتیژي ده، زه د دې ستراتيژۍ مخالف يم- چون دا د امريکا د سياست د پلي کولو لپاره، په افغانستان کې او په سيمه کې زه يوه بله مرحله بولم"

له پاکستان څخه د خپل سياست د بدلولو غوښتنه ښايي هغه يوازينی ګډ ټکی وي چې د امريکا په ستراتيژۍ او د ښاغلي کرزي په خبرو کې ټينګار پر شوی دی- نوموړي وويل چې امريکا بايد ډېر پام دې ته وکړي چې د سيمې د هېوادونو همکاري ترلاسه کړي او د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور فضا رامنځته کړي- خو ښاغلي کرزي پاکستان ته هم مخامخ پيغام درلودی.

"پاکستان هم د خپلو مفاداتو لپاره، چې غلطه ده، او هم د امريکا په خدمت کې د افغانستان سره ډېر ظلم وکړی، موږ دا وايو، د افغانانو په توګه، د يوه همسايه په توګه، چې پاکستانه وروره موږ ستا سره ښه رابطه غواړو- د تروريزم د روزنې او را استونې له لارې چې موږ په وټکوې، ته خپل مطلب ته نه رسېږي"

په افغانستان کې روانه جګړه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږد جنګ دی.

ډونلډ ټرمپ په تېرو شپاړسو کلونو کې تر جورج بوش او بارک اوباما راوروسته د امريکا دريم ولسمشر دی چې په افغانستان کې يې د بریاليتوب په نيت خپله ستراتېژي اعلان کړه.

د امريکا اوسنی حکومت ټينګار کوي چې دا يوه بشپړه او هر اړخيزه ستراتيژي ده او باور ښيي چې اغېزمنه به وي.

خو دا اغيز به څومره، څرنګه او چیري وي، دا به په راروانو مياشتو او کلونو کې څرګند شي.