د پکتيا او غزني بريدونو کې څه دپاسه ٧٠ تنه وژل شوي

برید د انځور حقوق Reuters
Image caption دا دویم ځل دی چې وسله وال طالبان له هاموې پوځي موټرو په ډله ییزو بریدونو کې ګټه اخلي

د پکتيا په مرکز گرديز ښار کې امنیې قومندانۍ سره نږدې د پولیسو پر روزنځي د وسلوالو طالبانو شوي ډله ییز برید کې د دغه ولايت امنيې قومندان په گډون ٤٧ کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي برید په دوو موټر بم چاودنو سره پیل او له نژدې څلورو ساعتونو وروسته د پنځو بريدگرو له وژنې سره پای ته ورسېد.

د پکتیا د روغتیا ریاست مرستیال هدایت الله حمیدي وايي، په برید کې ۱۶۱ پورې کسان ژوبل دي. نوموړی وایي، وېره ده چې د پېښې په ځای کې لا هم مړه او ټپیان وي.

د افغانستان اجراييه مشر عبدالله عبدالله هم دغه ولايت ته رسېدلى چې حالات له نژدې وڅاري.

د پکتیا د ولایتي شورا پخوانی مشر ښایسته جان احدي وايي په برید کې ولسي وګړو ته هم مرگژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله تر ډېره هغو ولسي وګړو ته اوښتې، چې د امنیه قومندانۍ کې د پاسپورټونو او تذکرو اخیستلو ته راټول شوي وو.

د ښاغلي احدي په وينا برید ګهیځ پاو باندې نهه بجې هغه مهال پیل شو، چې یو رېنجر موټر نظام قراول ته په رسېدو وچاودېد.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په برید کې د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال توریالی عبدیانی وژل شوی دی

احدي چې وايي کور یې د امنیه قومندانۍ په خوا کې دی او کابو اتیا سلنه برخه یې ویجاړه شوې ده، بي بي سي ته وویل، پنځه دقیقې وروسته هاموې موټر راغی، په وسلو سمبال کسان تر څلورو قراولونو تېر او امنیه قومندانۍ ته ننوتل.

نوموړی وايي، دا پېښه د امنیتي ارګانونو د ناغېړۍ له کبله شوې؛ چې په وینا یې وړاندې امنیتي ارګانونو خبر وو، چې په پوځي ګاډو کې وسله وال د برید تابیا لري.

احدي زیاتوي، د برید ځای ته څېرمه کورونه له پنځوسو تر اتیا سلنې پورې ویجاړ او زیانمن شوي، ځکه چې امنیه قومندانۍ، د جنايي او امنیت تعمیر اور اخیستی.

د انځور حقوق AFP/getty
Image caption برید ځای ته څېرمه کورونه له پنځوسو تر اتیا سلنې پورې ویجاړ او زیانمن شوي

د پکتیا امنیه قومندانۍ کې د ملي پولیسو، سرحدي پولیسو مرکز او افغان پوځ او امنیت ودانۍ دي.

د روان کال جون میاشت کې هم د پکتیا پر امنیه قومندانۍ ځانمرګي برید لږترلږه اته پولیس وژلي وو او لس نور ټپیان وو.

د برید له ځای سره پکتیا پوهنتون هم نږدې دی او د دې پوهنتون مشر سید ولي جلالزی وايي، په دې برید کې ځینې زدکوونکې ټپیانې شوې دي.

"له لسو تر پنځلسو زدکوونکې (نجونې) ټپیانې شوې دي".

د انځور حقوق EPA
Image caption د پکتیا امنیه قومندانۍ کې د ملي پولیسو، سرحدي پولیسو مرکز او افغان پوځ او امنیت ودانۍ دي.

د نوموړي په خبره، دا ټپیانې روغتون ته لېږدول شوې دي، خو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.

غزني

بل لوري ته د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې هم د طالبانو موټربم برید لږترلږه ۲۵ افغان امنیتي ځواکونه او پنځه ولسي وګړي وژلي.

په دغه پېښه کې د ۲۰ پوځيانو د ټپي کېدو رپوټونه هم را رسېدلي دي.

د غزني والي عبدالکریم متین بي بي سي ته وویل، په دې برید کې د نورو سيمو وسله والو هم برخه اخيستې وه.

نوموړی زیاتوي، برید له چاودېدونکو توکو دک يوۀ هاموي موټر په مټ شوی.

Image caption غزني والي وايي برید د هاموي موټر په مټ شوی، چې له چاودېدونکو توکو ډک شوی و.

د غزني د والي په وينا پر څو پوستو هم بریدونه شوي او د ورځې په اوږدو کې د ولسوالۍ پر ودانۍ د غرمې تر ١٢ بجو بریدونه روان وو.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې د پکتيا او غزني بريدونو کې يې سلگونو امنيتي ځواکونو ته مرگژوبله اړولې ده.

غبرگونونه

دا برید کابل کې په چاودېدونکو توکو د یوې بار مازدا ډوله گاډي تر نیول کېدا درې ورځې وروسته شوی.

په مازدا کې دوه بمونه او کابو درې ټنه چاودېدونکي توکي د رومي بانجانو تر کرېټونو لاندې لېږدول کېدل، چې په نیمه شپه ونیول شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يوې ويناپاڼې په خپرولو په غزني او پکتيا کې شوي بريدونه غندلي او له قربانيانو سره غمرازي کړې.

د بريتانيا سفارت هم پر خپل ټوېټر پاڼې بريد غندلى او له قربانيانو سره يې خواخوږي څرگنده کړې.

د هلمند لښکرګاه کې تر برید وروسته، دا دویم ځل دی چې وسله وال طالبان له هاموې پوځي موټرو په ډله ییزو بریدونو کې ګټه اخلي.

دا برید داسې مهال شوی، چې د عمان پلازمېنه مسقط کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره د سولې د هڅو پرسر خبرې روانې دي

ورته مطالب