کونډې څنګه پر ځان بسیا کېدلی شي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې روانې جگړې سلگونه زره ښځې کونډې کړي

" چې کونډه شوم، پلارگنۍ کره راغلم خو نه هغه مور وه، نه هغه ورور و، او نه هغه خور وه. گرده جلا شول، زه در په دره وم، چېرې يې قبولولم."

دا د کندهار يوې اوسېدونکې فاطمې وينا ده، او په افغانستان کې چې د ښځې ژوند تر ډېره پر مېړه تړلى، د داسې کونډو شمېر کم نه دى چې د فاطمې له برخليک سره مخ دي.

په افغانستان کې له لسيزو رواني جگړې، سلگونه زره ښځې کونډې کړي.

ځينو څېړنو د افغان کونډو شمېر دوه نيم ميليون ښوولى، چې ډېرى يې نالوسته، په کورناست او د بېوزلۍ ژوند تېروي.

د پولېتزر څېړنيز مرکز موندنو چې دوه کاله وړاندې خپرې شوې وايي، د دغو ښځو شاوخوا ٥٠ زره په کابل کې دي.

د کونډو له کړاوه ډک ژوند

کونډۍ د نړۍ په لر او بر کې له سخت توپيري چلند سره مخامخ دي. په ټولنه کې گوښې کېږي، زيانمنونکې شي او بېوزلۍ سره لاس او گرېوان وي.

افغانستان او پښتونخوا هم له دې نه دي استثنا.

د پښتونخوا لکي مروت شاه حسن خيلو د کلي کبل بي بي چې په يوه چاودنه کې يې مېړه او دوه زامن وژل شوي وايي اوس يې په کور کې درې کونډې دي، دهغو او د بچيانو نفقه يې دې ته ور ترغاړې ده.

کبل بي بي رسۍ جوړوي او بازار کې يې پلوري، چې له ترلاسه کړو پيسو يې په سختي د يوه وخت خواړه برابرېږي.

کونډې د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې له لسيزو رواني جگړې سلگونه زره ښځې کونډې کړي

اووه کاله وړاندې په دې کلي کې دواليبال لوبې پر مهال شوې موټر بمب چاودنه کې، د کبل بي بي د مېړه او زامنو په گډون د دغه کلي ډېر شمېر نارينه ووژل شول.

له هغې چاودنې وروسته په حسن خيلو کې بيا د واليبال لوبه نه ده شوې.

له هغې چاودنې اووه کاله تېر شوي خو د د دغه کلي د کونډو ژوند لا هم تريخ دى.

له هلمنده تر کابله؛ د یوې کونډې غمیزه

د کونډو او یتیمانو کلی

د هند مېړوښې کونډې

د کلي يو اوسېدونکى عبدالمالک وايي "په دې کلي کې لا هم داسې ښځې شته چې د ذهني بې ثباتۍ له امله نه پوهېږي چې څه ورباندې تېر شوي."

هغو کونډو چې د ژوندانه دغه تريخ حقيقت منلى او خپل ذهني ثبات يې ساتلى په ټولنه کې له ناوړه چلند او خپلو ماشومانو ته د نفقې برابرولو په برخه کې ستونزې سره مخ دي.

په زوره واده ته اړې کېږي، له خپلو مېنو شړل کېږي، ماشومان يې ترې اخيستل کېږي او که دندې ومومي هم، نو مياشتنى عايد يې په منځنۍ کچه ٢٠ ډالر دى، چې ان د يوې کوچنۍ کورنۍ د خوراکي توکو لپاره نه دى بس.

کونډو سره د افغان حکومت مرستې

هغه کونډې چې مېړونه يې په جگړه کې وژل شوي دي د حکومت له لوري ورته د مېړه د تقاعد پيسې ورکول کېږي.

خو دفتري پېچلتياوې او فساد کونډو ته د دغو د دغو پيسو په رسېدو کې لوى خنډونه دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کونډې له ناوړه چلند او خپلو ماشومانو ته د نفقې برابرولو برخه کې ستونزې سره مخ دي

خو بيا هغه کونډې چې مېړونه يې په طبيعي مرگ مړه شوي دي له دغو مرستو بې برخې دي. د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند عبدالفتاح احمدزى وايي دغو کونډو ته بيا د فني او مسلکي روزنې زمينه برابروي چې په خپلو پښو ودرېږي.

د ښاغلي احمدزي په وينا د کار او ټولنيزو چارو وزارت د سوداگرۍ له خونې او ځينو سوداگرو سره داسې هوکړې کړي چې د روزل شويو کونډو توليدات وپېري.

خو کارپوهان دا د کونډو د ستونزو اوږدمهاله حل لاره نه بولي.

دوى وايي که موخه دا وي چې کوندې پر ځان بسيا شي نو بايد د ملاتړ لپاره يې ځانگړي قوانين را منځته شي.

د کوچنيو کاروبارونو لپاره بانکي پورونه تر لاسه کړي او د استخدام په برخه کې ورسره ځانگړى رعايت وشي

ورته مطالب