"امریکا ته د زدکړو لپاره تللي لسګونه افغان افسران بېرته نه دي راستانه شوي"

افغان پوځيان د انځور حقوق AFP
Image caption د افغان افسرانو تېښته او خپل هېواد ته نه ستنېدل د افغان پوځ او پولیس پر چمتووالي او د وسله والو مخالفینو پر ضد د دوی پر جنګي عملیاتو او وړتیاو هم بد اغېز کوي.

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې "سیګار" په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، ګڼ شمېر هغه افغان افسران چې د پوځي زدکړو لپاره امریکا ته تللي، بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي.

"نیویارک ټایمز" ورځپاڼه لیکي چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۵۲ تنه افغان افسران یا خو په امریکا کې پاتې شوي او یا هم له هغه ځایه کوم دریم هېواد ته یې پناه وړې ده.

سیګار پخپل رپوټ کې ویلي، په تېر ۲۰۱۶ کال کې دا وضعیت نور هم پسې خراب شو او داسې هېڅ کومه تمه نه شته چې په نژدې راتلونکي کې دې دا لړۍ کنټرول شي.

د رپوټ د موندنو پربنسټ، د دې خلکو شتون پخپله د امریکا کورني امنیت ته یو ګواښ دی او هغه ځکه چې یو خو دی جنګي تجربه لري او بله دا چې ډېری وخت دا خلک نیول کېږي هم نه او نه هم په زور بېرته افغانستان ته لېږدول کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي په کوربه هېوادونو کې د افغان پوځي زده کوونکو د تېښتې د مخنیوي لپاره یې شرطونه سخت کړي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، د تضمین اخیستل، د زده کړو لګښت بیرته ترلاسه کول او له دندو محرومېدل هغه شرطونه دي چې له مخکې ورته ټاکل شوي.

تېره ورځ د افغانستان د بیا رغورنې لپاره د امریکا د څېړنو ځانګړې ادارې یا سیګار په خپل تازه خپاره شوي راپور کې ویلي چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې ۱۵۰ افغان پوځي زده کوونکي په امریکا کې تښتېدلي دي.

د افغان افسرانو تېښته او خپل هېواد ته نه ستنېدل د افغان پوځ او پولیس پر چمتووالي او د وسله والو مخالفینو پر ضد د دوی پر جنګي عملیاتو او وړتیاو هم بد اغېز کوي.

د پکتيا او غزني بريدونو کې څه دپاسه ٧٠ تنه وژل شوي

کندهار: ډله ییز برید کې ۴۳ سرتېري وژل شوي

ولسمشرغني د طالبانو وروستي بریدونه "سیاسي ځانوژنه" وبلله

رپوټ زیاتوي، له ۳۲۰ بهرنیو پوځي افسرانو چې امریکا کې پاتې شوي او یا یې نورو هېوادونو ته پناه وړې ده، تر ۴۷ ډېر سلنه یې افغانان دي.

سیګار دا یو "نه منل کېدونکی لوړوالی" بللی، چې په وینا یې په وروستیو کلونو کې د افغان زدکوونکو افسرانو د پناه غوښتنې پېښې ډېرې شوې دي.

د انځور حقوق FB
Image caption تېره ورځ د افغانستان د بیا رغورنې لپاره د امریکا د څېړنو ځانګړې ادارې یا سیګار په خپل تازه خپاره شوي راپور کې ویلي چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې ۱۵۰ افغان پوځي زده کوونکي په امریکا کې تښتېدلي دي.

سیګار وايي، دغو افسرانو داسې مهال بهر کې پناه غوښتې ده، چې په هېواد کې د طالبانو او نورو اورپکو ډلو بریدونه په ډېرېدا دي.

یوازې په تېرو څلورو ورځو کې پکتیا، غزني، کندهار، کابل او فراه کې لسګونه پوځيان او ولسي وګړي وژل شوي دي.

سینګار وايي، د امریکايي پولیسو له خوا له تښتېدلو افغان زدکوونکو افسرانو ایله ۲۷ یې نیول شوي یا له زدکړو شړل شوي، خو له ۸۳ نورو یې ډېر یې له امریکا بل هېواد ته تښتېدلي.

په امریکا کې ګڼ پناه غوښتونکي افغانان وايي، که بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شي، ژوند یې له خطر سره مخامخېږي.

دوی وايي، له دې اړخه هم د "لوړ خطر" احساس کوي چې پوځي زدکړې یې کړې او جګړه کې یې برخه اخیستې ده.

ددغو پوځيانو د تېښتې او پاتې کېدو له کبله د امریکا حکومت د افغان افسرانو د روزنیزو کورسونو شمېر کم کړی.

د انځور حقوق EPA
Image caption یوازې په تېرو څلورو ورځو کې پکتیا، غزني، کندهار، کابل او فراه کې لسګونه پوځيان او ولسي وګړي وژل شوي دي.

افغانستان کې ځینو افغان افسرانو د خپلو تښتېدلو ملګرو په کړنو اندېښنه ښودلې. یوه افغان افسر د سینګار څېړونکو ته ویلي، "که کوم زدکوونکی ناسوب شي، پر کنډک نېغ اغېز کوي".

د سیګار د رپوټ پربنسټ، د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ، د امریکا متحدو ایالتونو پوځ تر ۲۵۰۰ ډېر افغان پوځيان او پولیس امریکا ته د پوځي روزنو لپاره بېولي دي.

په دوی کې د افغان هوايي او ځانګړو ځواکونو افسران او پیلوټان هم دي.

ورته مطالب