افغانستان: له خونړیو پېښو وروسته ولسي جرګې دفاع او کورنیو چارو وزیران ورغوښتي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، برید د پخواني ۹۹ نمبر قراول پر عمومي سړک د فلانکوچ ډوله موټر په مټ شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کابل پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلور لارې ته څېرمه د ۹۹ نمبر پخواني قراوول پر عمومي سړک د دفاع وزارت اړوند محصلینو پر لېږدوونکي موټر ځانمرګي برید ۱۵ کسان وژلي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، برید پر هغه فلانکوچ ډوله ګاډي هغه مهال شوی، چې د دفاع وزات د تحصیلي او تعلیمي کورسونو مداومین په دغه ګاډي کې له پوځي پوهنتونه عمومي سړک ته راوتلي وو.

مداومین هغه محصلین دي، چې د دفاع وزارت اړوندو کورسونو کې زده کړې ورکول کېږي. دولت وزیري ویلي، برید ماسپښین مهال نژدې ۳ نیمې بجې شوی دی.

د دفاع وزارت چارواکو په وینا بریدګر پلی و. په برید کې څلور نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د افغانستان دفاع وزارت معمولاً خپل کارکوونکي په یوه ځای ګاډو کې نه لېږدوي، خو ویل کېږي په نني برید کې په نښه شوي پوځي زده کونکي د یوه روزنیز کورس لپاره په یوه ګاډي کې یوځای لېږدول کېدل.

د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه وياند رسنيو ته په استولي پيغام کې د دې بريد مسووليت منلی دی.

کابل بريد د انځور حقوق Getty Images
Image caption امنيتی ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي

ولسي جرګه کې د وزیرانو سوال ځواب

نورګل شفق

بي بي سي کابل

د افغانستان ولسي جرګه داسې مهال له امنيتي مسوولانو سره تر تړلو دروازو شا ته سوال او ځواب کوي چې یوازې په وروستۍ اوونۍ کې د پلازمينې کابل په ګډون د هېواد په بېلا بېلو برخو کې حکومت ضد اورپکو له خوا شپږ خونړي بریدونه وشول، چې پکې له ۲۰۰ ډېر د امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

ولسي جرګې ته د امنيتي بنسټونو د مشرانو له ورتګه وړاندې، یو شمېر وکيلانو د کورنيو او دفاع وزارتونه او ملي امنيت اداره په هېواد کې د امنيت په خونديتابه کې پاتې وبلله. یو شمېر وکیلانو له متحده ایالتو سره د شوي امنیتي تړون اغېزمنتیا تر پوښتنې لاندې راوسته او ویل یې د امینت لپاره یې هېڅ ګټه نه ده کړې.

یو شمېر وکیلانو د خپلو ولایتونو سيمه ایيزې امنيتي ادارې ملامتې کړې. دوی پر دغو ادارو تور ولګاوه چې د استخباراتي معلوماتو له لرلو سربېره، د بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي.

د ولسي جرګې تالار ته د دفاع او کورنيو چارو وزیرانو او د ملي امنيت ادارې مشر له ورننوتلو وړاندې ځينې وکيلان د اعتراض په ډول له تالاره ووتل، خو یو شمېر نورو بیا پوښتنې پېل کړې. کله چې د وکیلانو پوښتنو ته د ورغلیو چارواکو د ځواب ویلو وار ورسېد، غونډه ، د هغه څه له امله چې امنيتي ملحوظات وبلل شول، پټه اعلان شوه.

دا چې د وروستيو بريدونو او ناامنۍ په اړه د دغو چارواکو ځواب څه و، په اړه يې له رسنيو سره ډېر جزیات نه دي شريک شوي.

خو د ولسي جرګې منشي عبدالقادر وطندوست وايي، وزیرانو ژمنه وکړه چې خپلې نيمګړتیاوې به له منځه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پلازمینې کابل په ګډون په پکتیا، کندهار، غور او غزني کې دا اوونۍ خونړيو بريدونو کې له ۲۰۰ ډېرو پولیس، پوځیان او ولسي کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تر اوسه کومې ډلې نه دي ویلي، چې د کابل نننی برید دوی کړی دی. دا په تېرو دوو ورځو کې کابل کې دویم خونړی برید دی.

د تېرې جمعې پر ورځ د کابل لوېدیځ کې د شیعه ګانو یوه جومات کې د ننه پر لمونځ کوونکو د داعش د یوه ځانمرګي بریدګر ډزو او بیا ځانمرګي برید د درو ښځو په ګډون لږترلږه ۵۶ کسان ووژل او ۵۵ نور یې ټپیان کړل.

ورته مطالب