افغانستان کې پنځه پرلپسې خونړۍ ورځې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
تېرو څو ورځو کې د طالبانو او داعش بریدونو شاوخوا ۲۰۰ افغانان ووژل

له ۲۴ ساعتونو هم لږ وخت کې د افغانستان پلازمېنه کابل کې دوه خونړيو ځانمرګو بریدونو کې له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول او نژدې همدومره په کې ټپیان شول.

لومړی برید د جمعې پر ماښام د کابل لوېدیځ کې پر یوه جومات وشو، چې ۵۶ ملکي کسان په کې ووژل شول او داعش ډلې یې مسوولیت ومانه.

دغې ډلې ویلي د دوی یوه ملګري په جومات کې لومړی پر خلکو ډزې وکړې او وروسته یې په ځان پورې تړلي بارووت وچوول.

دویم برید د شنبې پر ماسپښین د افغانستان دفاع وزارت د زده کونکو افسرانو او سرتېرو د سپرلۍ پر ګاډي یوه پلي روان بریدګر وکړ، چې ۱۵ پوځیان په کې ووژل شول.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، دغه برید د دوی یوه کس کړی دی.

کابل کې د پکتیا امنیه قومندان د جنازې مراسم

د پکتيا او غزني بريدونو کې څه دپاسه ٧٠ تنه وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت معمولاً خپل کارکوونکي په یوه ځای ګاډو کې نه لېږدوي، خو ویل کېږي په دغه برید کې په نښه شوي پوځي زده کونکي د یوه روزنیز کورس لپاره په یوه ګاډي کې یوځای لېږدول کېدل.

د بي بي سي خبریال سترګو لیدلی حال

کابل کې د بي بي سي خبریال عصمت بهیر چې د کابل دشت برچې سیمې پر امام زمان جومات برید کې د وژل شویو کسانو کورونو ته ورغلی و، خپل رپوټ کې وايي، یوازې اوښکې یې ولیدې او د ویر کوونکو چیغې یې اورېدې.

زموږ خبریال وايي یوه ښځه یې ولیده، چې دغه برید کې یې د خپل مېړه، زوی او ورور د وژل کېدو ویر کاوه.

د انځور حقوق EPA
Image caption په برید کې په نښه شوي پوځي زده کونکي د یوه روزنیز کورس لپاره په یوه ګاډي کې یوځای لېږدول کېدل.

یوه بل سپین ږیري د خپل زلمي زوی پر مرګ یوازې سلګۍ وهلې، د خبرو سېک په کې نه و. د ده زوی له نورو لمونځ کوونکو سره یو ځای د ماښام لمانځه پر مهال په امام زمان جومات کې وژل شوی و.

د پېښې سترګو لیدلی حال

علي ګل چې د امام زمان جومات پېښه کې سخت ټپي شوی، خو ژوندی پاتې دی بي بي سي ته وویل:

''یوه ځوان چې د څلروېشتو یا پنځه ویشتو کلونو معلومېده جومات ته راغی او زما خواته کښېناست. وروسته یې یوه بل لور ته وکتل او مخکې یوې ستنې سره کښېناست، فکر مې کاوه سوالګر دی. یوه سپین ږیري ورته وویل، چې دلته ځای تنګ دی، خو هغه یوازې سر ورته وښوراوه. څو ثانیې وروسته ستره چاودنه وشوه او اور ولګېد. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اکتوبر پر ۱۷ نېټه وسله والو د پکتیا ولایت پر امنیې قومندانۍ برید وکړ

د جمعې پر ماښام د کابل پر جومات له برید سره نژدې هممهاله د غور ولایت دو لینه ولسوالۍ پر یوه جومات هم ځانمرګی برید شوی و، چې د یوه حکومت پلوي قومندان په ګډون یې ۲۰ کسان ووژل.

د غور پر جومات د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

رپوټونو کې ویل شوي، د غور پر جومات د مازدیګر لمانځه پر مهال او د کابل پر جومات بیا د ماښام لمانځه پر مهال بریدونه شوي دي.

کندهار: ډله ییز برید کې ۴۳ سرتېري وژل شوي

د افغانستان دوو جوماتونو کې ځانمرګي بریدونو ۷۶ کسان وژلي

له دې مخکې په کندهار او پکتیا کې وسله والو په جګړو کې له حکومتي ځواکونو په نیول شویو زغرګاډو بریدونه وکړل.

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو برید کې ۴۳ سرتېري ووژل شول. په کندهار کې دا پنځم وینلړلی برید و چې په دوو میاشتو کې کېږي او په ټولو کې لوی پوځي مرکزونه په نښه شوي وو.

له هغه وړاندې پر دوشنبې د پکتيا په مرکز ګرديز کې امنیې قومندانۍ سره نږدې د پولیسو پر روزنځي د وسلوالو طالبانو شوي ډله ییز برید کې د دغه ولايت امنيې قومندان پاسوال توریالي عبدیاني په گډون ٤٧ کسان وژل شول.

د ګردېز په پېښه کې یوه هغه مېرمن هم وژل شوې چې له واده ۱۵ کاله وروسته نوې مېندواره شوې وه او د روغتیایي کتنو له پاره د ګردېز ملکي روغتون ته ورغلې وه.

ډاکټران وایي، چې د پېښې پر مهال ډزو کې یو شمېر نور ناروغان هم لګېدلي وو، ځکه چې ملکي روغتون د پېښې ځای ته ډېر نژدې و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پکتیا برید کې د دغه ولايت امنيې قومندان پاسوال توریالي عبدیاني په گډون ٤٧ کسان وژل شول.

له هغه برید وروسته طالبانو وویل، له دې بریده یې د امریکا او افغانستان دولتونو ته دا پیغام رسول وو، چې په رڼا ورځ دوی کولی شي د ولایت د امنیه قومندان پر دفتر برید وکړي او د امریکا د نوې تګلارې په اعلانولو سره به دوی ماتې نه خوري.

په ورته مهال د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې هم د طالبانو موټربم برید لږترلږه ۲۵ افغان امنیتي ځواکونه او پنځه ولسي وګړي ووژل.

په دغه پېښه کې د ۲۰ پوځيانو د ټپي کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي وو.

د غزني والي عبدالکریم متین بي بي سي ته وویل، په دې برید کې د نورو سيمو وسله والو هم برخه اخيستې وه.

د غزني د والي په وينا پر څو پوستو هم بریدونه شوي وو او د ورځې په اوږدو کې د ولسوالۍ پر ودانۍ د غرمې تر ١٢ بجو بریدونه روان وو.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا وکړه چې د پکتيا او غزني بريدونو کې يې سلگونو امنيتي ځواکونو ته مرگژوبله اړولې ده.

د حکومت غبرګون

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د مخالفو وسلوالو وروستي بریدونه د دغو ډلو سیاسي ماته وبلله. ولسمشر غني دا بريدونه د طالبانو ځانمرګي نه چې د دوی 'سياسي ځانوژنه ' هم وبلله.

له دې مخکې هم د افغانستان سوېلي کندهار ولایت کې افغان ځواکونو ته د بلک هاک جنګي الوتکو د ورکړې مراسمو کې ولسمشر غني وویل:

'که طالبان په دې فکر وي چې افغان ځواکونه به مات کړي، دا فکر دې له سره وباسي. '

د انځور حقوق .
Image caption غزني والي ویلي و برید د هاموي موټر په مټ شوی، چې له چاودېدونکو توکو ډک شوی و.

بل لور ته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اورپکو د خونړیو بریدونو له ډېرېدو وروسته چې تېره یوه اونۍ کې په کې نژدې ۲۰۰ ملکي کسان او د امنیتي ځواکونو سرتېري وژل شوي، د افغانستان ولسي جرګې د شنبې پر ورځ د دغه هېواد دفاع او کورنیو چارو وزیران وربللي وو، خو ناسته د تړلیو دروازو تر شا وشوه.

د ولسي جرګې ځینې غړي چې له امنیتي چارواکو سره یې په پټه غونډه کې برخه درلوده وایي، ددغو چارواکو خبرې او دلایل په ټوله کې جرګې ته د قناعت وړ نه وو.

ورته مطالب