پر جومات برید: زوی او پلار یې را ته ووژل

پر جومات برید: زوی او پلار یې را ته ووژل

افغانستان کې د جمعې په ورځ په دوو بېلابېلو ځانمرګو بریدونو کې لږ ترلږه ۸۰ ولسي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

لومړنی برید د مرکزي ولایت غور په دولینه ولسوالۍ کې په یوه جومات کې د مازدیګر لمانځه پرمهال وشو چې د چارواکو په وینا د یوه دولت پلوي قومندان په ګډون یې ۲۰ کسان ووژل.

بل ځانمرګی بریدګر د ماښام لمانځه پرمهال په پلازمېنې کابل کې د شيعه ګانو جومات په نښه کړ. د افغانستان حکومت ویلي، د دغه برید ټول قربانیان لمونځ کوونکي دي.

یوازې د کابل یوه جومات برید کې ۵۶ وژل شوي او د درو ښځو په ګډون ۵۵ ټپیان دي.‌ ویل کېږي په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان هم شته.

عیني شاهدان وايي یوه ځانمرګي بریدګر لومړی جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې پیل کړې او بیا یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

دا اوونۍ ګردېز، غزني، کندهار او بیا پلازمېنه کابل کې د طالبانو او داعش خونړیو بريدونو کې د ګڼ شمېر ملکيانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول او نژدې درې سوه نور په کې ټپيان شول.