د ځاځي میدان "خلکو او ادارې" د پاکستان د ازغن تار مخنیوی وکړ

ر د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان هڅه کوي پر نږدې ټوله ډیورنډ کرښه ازغن تار وغځوي.

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په پلوڅه کې ځايي خلکو او حکومت له ډیورنډ کرښې سره نږدې د پاکستان د ازغن تار د غځېدلو مخنیوی وکړ.

پاکستان د تېر مارچ په وروستیو کې پر ډیورنډ کرښه ازغن تار غځول او پوستې ډېرل پیل کړل.

افغان حکومت هغه مهال وویل، چې د پاکستان دا ګام نه مني.

تېره اونۍ ولسمشر غني د پکتیا د سفر پر مهال دې تار ته په اشارې وویل، چې ولسونه په تار بېلېدلی نه شي.

له هغه وروسته خواله رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شول چې د خوست یا پکتیا سرحدي سیمه کې خلک د پاکستان ازغن تار شلوي.

* اشرف غني: پر ډیورنډ کرښه اغزن تار ولسونه نشي بېلولی

* " له ډیورنډ کرښې سره نږدې پښتانه د جرمني د برلین دېوال په څېر بېلېږي"

د خوست امنیه قومندان مل پاسوال فیض الله غیرت بي بي سي ته وویل، ځايي خلکو د پاکستان غځېدلی تار نه دی شلولی.

"تار نوی تېرېده او خلکو یې مخنیوی وکړ. زما د معلوماتو له مخې چې کوم رپوټ زه لرم، تار تېر شوی نه و، بلکې د تېرېدلو مخه یې ونیول شوه."

د نوموړي په خبره، پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د ځاي ځي میدان ولسوالۍ په پلوڅه کې ازغن تار کش کړي:

"خو ځايي ادارې، سرحدي ځواک، ولسوالي او قومي مشرانو له پاکستاني لوري سره خبرې وکړې او هغوی یې له تار غځولو تېر کړل".

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان له ډیورنډ کرښې سره پوستې هم زیاتوي.

ښاغلی غیرت زیاتوي، دوی(پاکستاني ځواکونو) په داسې سیمه کې تار غځاوه چې هلته څو کورونه دي:

"درې ورځې کېږي چې د دوی کار درول شوی دی او دوی هم هوکړه کړې چې دلته به تار نه غځوي. خلکو په دې اجازه ور نه کړه چې دا سیمه زموږ ده، زموږ له ساحې لرې یې وغځوئ".

د مل پاسوال فیض الله غیرت په خبره، ځینې سیمو کې ډیورنډ "کرغېړنه" کرښه زموږ خاورې ته را ننوتې او ځینې د دوی خواته تللې:

"په دغه سیمه کې چې دوی تار غځاوه زموږ کلي هغې خواته دي. ډیورنډ کرښه ها خواته پاتېدله".

* 'پر ډیورنډ کرښه خنډونه جوړول له هوکړې سرغړاوی دی'

* د پاکستان لومړي وزیر د تورخم دروازې د پرانیستلو حکم وکړ

وخت ناوخت له پاکستانیو ځواکونو دا شکایت هم کېږي چې له ډویورنډ کرښې پښې اړوي او افغان لوري ته پوستې جوړوي.

فیض الله غیرت وايي، میاشتې مخکې پاکستانیو ځواکونو غوښتل د ځاځي میدان جنډو غره او میرازګل سیمه کې مخ ته راشي، خو ځايي خلکو او امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د تار غځولو په مخالفت افغان حکومت او مدني ټولنې څرګندونې کړې، خو دا لومړی ځل دی چې د یوې سیمې خلک د دې تار مخه نیسي.

ازغن تار څو بیاتۍ غواړي

د انځور حقوق ارګ
Image caption اشرف غني د پکتیا د سفر پر مهال وویل، ازغن تار ولس نشي بېلولی.

دا ګام له هغه وروسته دی چې افغان ولسمشر تېره اونۍ د پکتیا د سفر پر مهال وویل، زغن تار د کرښې دواړوغاړو ته پراته ولسونه نشي بېلولی.

ښاغلي غني زياته کړه "هغه خلک چې غواړي موږ د خاردار سیم له لارې بیل کړي بیا دې فکر وکړي. موږ توپونو او طیارو نه کړو بیل، څو خاردار سیمونه څو قیچۍ(بیاتۍ) غواړي. خاردار سیم تاریخ نشي قطع کولی، مینه او وینه د بېلېدو نه ده"

ولسمشر غني د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ د تېرې اوونۍ د خونړيو بریدونو په اړه د دغه ولايت له خلکو سره د غمرازۍ څرګندولو ترڅنګ يو ځل بيا پرطالبانو د سولې غږ وکړ او ويې ويل "له تېرو څلویښتو کالونو راهیسې په لومړي ځل د سولې لپاره لوی فرصت شته".

که څه هم پاکستان وايي، ازغن تار یا کټاره غځول به د وسلوالو د اوښتلو په مخنیوي کې مرسته وکړي، خو افغان حکومت په دې باور دی چې دغه کټاره غځول یوازې د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ بېلتون راولي.

افغان حکومت له پاکستان سره ډیورنډ کرښه- چې ۲۴۰۰ کیلومتره اوږده ده- په رسمیت نه پېژني.

کابل وايي، دغه تړون باور نه لري، چې پر ۱۸۹۳ کال پخواني افغان واکمن امیر عبدالرحمان خان او د برتانوي هند د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر سر مور تیمور ډیورنډ تر منځ شوی و.