پر نجلۍ د ډزو کولو دود څه بدې پایلې درلودلی شي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر نجلۍ د ډزو کولو دود څه بدې پایلې درلودلی شي؟

په افغانستان کې ښځې لا هم د خپلو حقونو په تر لاسه کولو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. په تېرو څو کلونو کې که څه هم پرمختګ شوی دی، خو بیا هم ډېر داسې دودونه شته او لا هم کارېږي چې د ښځو او کورنیو ژوند یې ګواښي.

دا چې سړی - نجلۍ غواړي، کورنۍ یې نه ورکوي او دی بیا د نجلۍ د کور مخې ته ډز کوي چې یعنې ټول خبر شي.

پر همدې موضوع اریا احمدزۍ د ولسي جرګې له وکیلې ساهرې شریف سره غږېدلې ده چې دا ستونزه څومره عامه ده، کومو ځایونو کې لا هم شته او څه پکار دي.