"د رسنیو مشران د افغان خبریالانو حقونه تر پښو لاندې کوي"

افغان خبریالان د انځور حقوق Getty Images

د ازادو رسنیو د څار بنسټ (نی) په نوي رپوټ کې لیکي، د خصوصي رسنیو ۹۰سلنه خبریالان خپل میاشتنی معاش په وخت نه اخلي او د کار قرار داد ورسره نه لاسلیکېږي.

نی اندېښنه څرګندوي چې د رسنیو مشران چې کله یې زړه وشي له خبرداري پرته خبریالان له دندې ګوښه کوي.

افغان خبریالان هم له دوی سره د رسنیو د مشرانو د چلند له امله شکایتونه کوي او ترخې تجربې لري.

د دې رپوټ پربنسټ کابو نیمایي خبریالان کلنۍ رخصتي نه لري، خو که کله هم رخصتي اخلي، له معاشه یې کمېږي.د نی د مشر مجیب خلوتګر په وینا، پر دې ستونزو سربېره خبریالان په خصوصي رسنیو کې ځاني خوندیتوب هم نه لري.

ښاغلی خلوتګر وايي: "د افغانستان د کار قانون پر بنسټ د رسنیو مشران د خبریال د ځاني تضمین مسولیت نه لري، خو د خونديتابه لپاره یې باید شرایط برابر کړي."

ښاغلی خلوتګر ټینګار کوي چې "د رسنیو مسولیت دی چې خبریالانو ته روغتیایي بیمه، کاري قرارداد، تقاعد او اکراميه په پام کې ونیسي، خو په افغانو رسنیو کې داسې یو څه بیخي شته نه".

د نی چارواکي وایي دغه رپوټ یې د خبریالانو د شکایتونو پر بنسټ جوړ کړی چې له ۱۳۸۱ کاله تر ۱۳۹۶ یې شکایتونه څېړلي.

د انځور حقوق Getty Images

د خصوصي رسنیو خبریالان شکایت کوي چې تر ډېره یې معاشونه په وخت نه ورکول کېږي. په خوست کې خبریال نسیم لیوال له دې شکایت کوي چې نه معاشونه پر وخت ورکول کېږي او نه هم امنیتي بیمه لري.

په کابل او نورو ولایتونو کې هم خبریالان له دې شکایت لري چې پر دوی د پرتو مسولیتونو او له دوی د کاري تمې پرتله، د دوی امتیازات او اسانتیاوې کمې دي.

د ازدو رسنیو د څار بنسټ مشر له حکومته غواړي چې د رسنیو مشران پر قانون مراعتولو مجبور او د خبریالانو حقونه خوندي کړي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستیال فاضل سنچارکي وایي، دوه ځله یې د رسنیو مشرانو ته په دې اړه چې څومره یې د رسنیو قانون مراعت کړی، مکتوبونه ورلېږلي، خو تر دې دمه یې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړی وایي، که دا خبره اواره نه شي نو دوی به یې ولسمشر سره شریکه کړي او هغه چې هر ډول لارښونه وکړه دوې به یې پلې کړي.

ښاغلی سنچارکي زیاتوي:" موږ به په نژدو ورځو کې د خبریالانو فدراسیون او بنسټونو سره ګډه غونډه ولرو. که هلته د اوارۍ لار پیدا نه شوه بیا باید مسله ولسمشر ته وړاندې شي، ځکه هغه غواړي په دې برخې جدي کار وشي."

د ازادو رسنیو د څار بنسټ نی د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو حقونو تر پښو لاندې کول، د بیان ازادۍ او رسنیو ته لوی زیان بولي، هغه ارزښتونه چې په تېر یوې نیمې لسیزې کې ستره لاسته راوړڼه ګڼل کېږي.

اړونده مطالب