کابل کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابل وزير اکبرخان سیمه کې د چاودنې شېبې

د افغانستان پلازمېنې کابل په دیپلوماتیکه سیمه وزیر اکبرخان مېنه کې د یوه ځانمرګي برید له کبله ۷ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

پېښه له ځايي مهال سره سم د ورځې نژدې ۴ بجې د وزیر اکبرخان مېنې پر یوه سړک وشوه. داعش وسله والې ډلې ویلي دغه برید دوی کړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کابل دیپلوماتیکه سیمه وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د دوی د بهرنیو اړیکو پر دفتر ځانمرګی برید شوی. برید د ماسپښین شاوخوا څلور بجې وشو، چې هم مهاله ځینو بهرنیو سفارتونو د خبراوي زنګونه هم ووهل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح بي بي سي ته وویل، د دوی اړوندو روغتونونو ته د چاودنې له ځایه د یوې ښځې په ګډون د پنځو کسانو مړي او ۲۳ ټپیان وروړل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت بي بي سي ته وویل، د برید هدف ددغه وزارت د بهرنیو اړیکو دفتر و، چې د دوی کارکوونکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کورنیو چارو وزارت برید کې د درو کسانو د وژل کېدو او لسو ټپي کېدو خبر ورکړی

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، په برید کې تر اوسه ددوی کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټ نه دی ور رسېدلی. نوموړی وايي، ځانمرګی برید کوونکی پلی روان و.

د کابل پولیسو ویاند بي بي سي ته وویل، په برید کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د کابل دیپلوماتیکه سیمه کې چاودنه شوې

داعش کابل کې پر جومات د خونړي برید مسؤولیت منلی، د وژل شویو شمېر ۵۶ ته ختلی

د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې اړوند "اعماق" خبري بنسټ ویلي، په چاودېدونکو توکو یوه سمبال بریدګر یې د وزیر اکبر خان دیپلوماتیکه سیمه کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption چاودنه هغه سیمه کې شوې چې ورڅېرمه سفارتونه او بهرني دفتر هم پراته دي
د انځور حقوق Reuters
Image caption له انځورونو ښکاري، چې ډېری مرګ ژوبله پلي روانو او عامو وګړو ته اوښتې ده

د چاودنې سیمې ته څېرمه د بي بي سي یو خبریال هم و، چې وايي، له چاودنې شېبه وړاندې امنیتي سرتېرو یو امبولانس درولی و، خو روښانه نه شوه چې ایا هماغه امبولانس چوول شوی او که نه.

د هغه سړک په اوږدو کې، چې چاودنه شوې، ځینې بهرني سفارتونه او د دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو د دفتر ودانۍ هم پرتې دي.

دا په څه کمو دوو اونیو کې کابل کې درېیمه خونړۍ چاودنه ده.

د تېرې تلې/میزان پر ۲۸مه کابل داعش ډلې یو جومات په نښه کړ، چې لږترلږه ۵۲ کسان پکې ووژل شول او ۵۵ نور ټپیان شول.

بیا دوې ورځې وروسته د کابل لوېدیځ کې د پوځي پوهنتون دروازه کې ځانمرګي برید لږترلږه د دفاع وزارت اړوند ۱۵ کسان ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل. د برید پړه وسله والو طالبانو ومنله.

ورته مطالب