سیګار: د افغانستان ۵۴ ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي، یا پرې نفوذ لري

طالبان
Image caption سیګار وايي، یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې طالبانو نهه نورې ولسوالۍ نیولې دي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا "سیګار" پخپل تازه رپوټ کې ویلي، وسله والو طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې تر خپل واک لاندې سیمه پراخه کړې، چې اوس پر ۱۱ سلنه خاوره، ۵۴ ولسوالیو، یا واکمني لري او یا هم نفوذ.

د سیګار په رپوټ کې ویل شوي د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان ۱۱ سلنه خاوره چې ۵۴ ولسوالۍ دي، په تېره فبرورۍ میاشت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه، یا دوی پکې نفوذ درلود.

دغه اداره وايي، یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې طالبانو نهه نورې ولسوالۍ نیولې دي.

خو د تېر اګست په میاشت کې دا سلنه ۱۳ ته پورته شوې ده. دا په دې معنا ده چې کابو ۷ لکه اضافي وګړي اوس د ا فغانستان په داسې سیمو کې ژوند کوي چې هلته وسله والو طالبان واکمن دي او یا هم پکې نفوذ لري.

سره له دې چې امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د پراخولو ژمنه کړې، د سیګار وروستی رپوټ څرګندوي چې په دې هېواد کې امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت د سیګار دغه رپوټ رد کړی او وايي یوازې په سرحدي سیمو کې د ۳۰ تر۴۰ ولسوالۍ له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د هېواد له ۴۰۷ ولسوالیو یوازې ۹ یې د طالبانو تر واک لاندې دي.

تر ټولو تازه د کابل په زړه او ديپلوماتیکه سیمه وزیر محمد اکبر خان کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې یوه ځانمرګي ځان وچووه، چې لږترلږه اوه کسان پکې ووژل شول.

ښاغلی وزیري وايي، د روان کال په اوږدو کې هېڅ کومه ولسوالي د دولت له کنټروله نه ده وتلې، بلکې د کندهار غورک او د هلمند ناوه، او د نورستان وایګل په څېر ولسوالۍ یې له طالبانو بېرته نیولې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یونما وايي، د دغو قربانیانو څه باندې دوه پر درې برخه یې ماشومان او ښځې دي.

دا رپوټ یو ځل بیا د افغان وسله والو ځواکونو د وړتیا په اړه پوښتنې را پورته کوي او دا حقیقت دی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې، افغان ځواکونه د وسله والو مخالفینو په ځپلو او د بشپړ امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي.

د سیګار په وروستي رپوټ کې نوې خبره دا ده چې په لومړي ځل د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر، د جګړې پر مهال د دوی د مرګ ژوبلې او د تجهیزاتو په اړه حساس مالومات پکې نه دي خپاره شوي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یونما) په یوه راپور کې ویل شوي، چې د روان ۲۰۱۷ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د وړم کال د همدې مودې پرتله د "افغان او ایتلافي" ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.

یونما وايي، د دغو قربانیانو څه باندې دوه پر درې برخه یې ماشومان او ښځې دي.

یونما زیاتوي، په یاده موده کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د ۱۷۷ کسانو په وژل کېدو سره ۳۸ سلنه لوړه شوې ده، خو امریکايي ځواکونو د یونما له دې ارزونې او رپوټ سره مخالفت ښودلی، او وايي په دې موده کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه یوازې د ۴۳ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي.

د امریکايي ځواکونو د ښکېلتیا له کبله د هغوی د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه ښودل شوې. د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې تر اګسټ پورې افغانستان کې د امریکا ۱۰ پوځيان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان شوي، چې د تېر کال همدې موده کې اوه امریکايي پوځيان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي وو.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې تل د وسله والو شخړو د ډېرېدو رپوټ ورکول کېږي.

ورته مطالب