د پارلمان پخوانۍ وکیله، اوس د کلیوالو ښځو درملنه کوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې د کلیوالو ناروغانو درملنه کوي

د ۱۹۹۶ کال ژمی و، چې میدان وردګو ولایت کې د زیږون پرمهال د نژدې څلوېښتو ښځو مړینې د ډاکټر روشنک وردګ پښې له پاکستانه خپل پلرني کلي ته وڅکولې.

ډاکتر وردګ خپلې لومړنۍ تخصصي زدکړې د ښځو د زیږون برخه کې بشپړې کړې.

دا وايي، زړه نازړه یې خپل تخصص نیمګړی پرېښود او میدان وردګو ولایت کې یې د ښځو روغتیايي ستونزو حلولو ته مټې بډوهلې.

اغلې وردګ وايي: "پاکستان کې مې یوه روغتون کې کار کاوه، د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ روغتون ته یې طبي توکي او درمل راکړل. زما له راتګه څو میاشتې وروسته طالبانو کابل ونیو. د هغوی پنځه کلنې واکمنۍ کې ما په همدې روغتون کې کار کاوه."

Image caption بڼوالي د ډاکټر روشنک وردګ یو د خوښې غوره فعالیت دی

په هغه روغتون کې چې دې کار کاوه، اوس د ورتګ جرات نه لري، ځکه چې په تېرو لسو کلونو کې یې شاوخوا پرله پسې خونړۍ جګړې روانې دي. د کابل - غزني/کندهار پر لویه لار دغه روغتیايي مرکز د ګڼو ټپیانو د درملنځی و.

د وردګو اوونۍ: د پوهنتون زده کوونکي له کومو ننګونو سره مخامخ دي؟

کابل ټانکر چاودنه: د ورک ځوان کورنۍ لا هم د هغه لار څاري

وردګو اوونۍ: د چک برېښنا کوټ بيا رغول کېږي

دا وايي: "اونۍ کې شپږ ورځې سید اباد روغتون کې کار کوم. د جمعې په ورځ رخصت یم، له روغتون نه د لیرې سیمو ناروغان دلته کور ته راځي او د دوی ستونزې حلوم. دا روغتون په داسې سیمه کې پروت دی چې هلته د طالبانو ورتګ ډېر اسانه دی. ځینې ناروغان هم د طالبانو خپلوان وي".

Image caption اغلې وردګ پنځه کلنۍ کې کابل ته تللې ده

نوموړې زیاتوي، د میدان وردګو درو ولسوالیو کې دا د ښځو د زیږون او ناروغیو یوازېنۍ ډاکټره ده؛ چې د کال اوږدو کې هره شپه د خلکو د ټیلېفون په تمه وي او تر ډېره عاجلو ناروغانو ته ځان رسوي.

د ډاکټر روشنک په وینا، هغه په یوه سیاسي کورنۍ کې زیږېدلې، پلار، نیکه او تره یې د افغانستان د ولسي جرګې غړي وو. هغې هم د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته د افغانستان ولسي جرګې ته لار ومونده.

د دې په وینا، ولسي جرګه کې د وکالت پرمهال هم له کابله تر میدان وردګو پورې هره ورځ څه باندې ۴۰ کیلومتره تلله چې د سید اباد ولسوالۍ روغتون کې ناروغان ودرملي.

Image caption ډاکټر روشنک وردګ وايي، له پخلي سره مینه لري

د میدان وردګو دغه ډاکټره وايي، د وکالت په وخت کې یې هڅه دا وه چې سړکونه کریړ او د نجونو ښوونځي جوړ شي.

ډاکټر وردګ د سید اباد ولسوالۍ شیخ اباد سیمه کې پخپل پلرني کور کې اوسېږي. مطالعه، پخلی او د مڼو د باغ پالنه او کرونده یې له رسمي کار پرته د خوښې او ساتېرۍ کارونه دي.

دا زیاتوي: "ښايي ډېرو ته به خندوونکې خبره وي، خو دا یو واقعیت دی چې د واده کولو لپاره فرصت نه شم پیدا کولی. له لوېدلو خلکو سره مرسته، په تېره بیا له کلیوالو ښځو او ماشومانو سره له مرستې کولو او لاسنیوي خوند اخلم".

Image caption هغې تر اوسه واده نه دی کړی او پلرني کور کې اوسېږي

د ډاکټر روشنک وردګ د کورنۍ ټول غړي بریتانیا، امریکا او کابل کې اوسېږي. دې تر ۲۰ ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړي، خو د خوښې د اوسېدو ځای یې خپله پلرنۍ سیمه او په سید اباد روغتون کې کار کول غوره کړي.

روشنک وردګ پنځه کلنۍ کې کابل ته لېږدېدلې، هلته یې طبي پوهنتون لوستی. بیا پاکستان کې د افغان کډوالو کمپ کې اوسېدلې او هلته یې دنده ترسره کړې او اوس د ناروغانو په درملنې بوخته ده.

اغلې وردګ وايي، خپل دې ماموریت او کار ته ژمنه ده. د مرکې پای کې مې وپوښتله چې: د ژوند تر ټولو لویه هیله یې څه ده؟ لنډ ځواب یې راکا: "هغه ورځ چې په سوله او ارامۍ کې ساه واخلم او د جګړې د ټپیانو د درملنې شاهدان نه یو".

Image caption اغلې وردګ له کلونو راهسې د افغانستان په یوه ناامنه سیمه کې اوسېږي

ورته مطالب