زاخېلوال سره ځانګړې مرکه: “د پاکستان او افغانستان ترمنځ فضا ښه شوې،خو د عمل او خبرو ترمنځ فاصله شته”
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زاخېلوال سره ځانګړې مرکه: "د پاکستان او افغانستان ترمنځ فضا ښه شوې،خو د عمل او خبرو ترمنځ فاصله شته"

په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاډ ښوولی چې د دوو ګاونډیو هېوادونو په منځ کې د باور فضا ”سل په سلو“ کې ښه شوې ده.

ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وايي، اوس د دواړو هېوادونو چارواکي په خپلو غونډو کې یو د بل د تګلارو او غوښتنو په اړه سپینې او په ډاګه خبرې کوي.

خو نوموړی مني چې لا هم د افغانستان او پاکستان د حکومتونو د عمل او خبرو ترمنځ فاصله شته.

ښاغلی زاخېلوال هیله ښيي چې په افغانستان او سیمه کې د کړکیچ پراخېدو او د وضعیت پېچلتیا د سیمي هېوادونه هڅولي چې پر یوه سیمه ییز میکانیزم غور وکړي.

زموږ همکار داود اعظمي له ښاغلي زاخېلوال سره د افغانستان او پاکستان د اړیکو، د بندیانو د تبادلې، پر طالبانو د ځينو پاکستاني کړیو د نفوذ ، د افغانستان د سولې د پروسې، د سیمې د هېوادونو د سیالۍ او د امریکا د نوې سټراټيژۍ په اړه ځانګړې مرکه کړې ده.

په پیل کې یې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز، سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، او هندوستان ته د ولسمشر غني د ورستیو سفرونو د اغېز او نتیجو په اړه پوښتنه کړې ده.